د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د فاټا د کډوالو مسله دې حل کړل شي"




رابعه اکرم مشال راډيو

د قبايلي سيمي د پارليمان غړو يو پلاوي اسلام اباد کې د پاکستان له وزيراعظم راجا پرويز اشرف سره د لیدو پر مهال په خپلو سیمو کې د ترقياتي کارونو سره سره د سيمي پر امنیتي حالاتو او د طالبعلمانو لپاره د ملک په تعليمي ادارو کې د زيات سيټونو په اړه خبري اتري کړې دي .

د دې ملاقات په اړه سينيټر حاجي خان اپريدي مشال راډيو ته وويل چې وزير اعظم سره دوی د سيمې ناسازه حالاتو او د جلوزو کيمپ د کډوالو مسله يو ځلې بيا پورته کړې ده او غوښتنه يې کړيده چې د کډوالو مسلې دي حل کړې شي.

،، د باړې په صورتحال مو خبرې وکړې او په جلوزو کډوال کيمپ کې خلکو ته چې کومي مسلې او تکليفونه دي نو حکومت دې دا کوښښ وکړي چې واپس خپلو علاقو ته دې دا خلک وليږل شي او زموږ په علاقه کې د امن لپاره دې کار وکړي. د دې لپاره موږ خپله هم دا کوښښ کوو چې قبايلي سيمه کې دا حالات سازګاره شي او زه خپله د خيبر ايجنسۍ سره تعلق لرمه ، نو په دې سلسله کې موږ خپله هم د باړې سيمي حالاتو په اړه جرګه راغوښتې وه ،،

دتجارت وزير مملکت سينيټر عباس خان مشال راډيو ته وويل چې په وړومبي ځل د قبايلي سيمو لپاره د حکومت کوښښونه ښه روان دي او ډير زر به قبايلي طالبعلمانو ته د ملک په نورو تعليمي ادارو کې د تعليم حاصلولو زياتې موقعې ترلاسه شي.

،، په دې ملاقات کې ما د طالبعلمانو لپاره خبره وکړه او زه د تيرو څو کالو راهيسي په دې کوښښ کې يمه چې کوم سيټونه د ميډيکل او انجينيرنګ لپاره دې سيټونه ورته يو په دوه کړل شي . په دې ا وس ډير کار شوی دی او اخرني مرحلو کې يې خبره روانه ده او له دې علاوه په عارضي سيټونو چې کوم پروفيسران کارونه کوي نو د هغې مستقله نوکريانې کولو سره سره په سيمه کې په امن و امان خبرې اترې هم وشوې ،،
دې ډلې چې د سينټر اسلام الدين په مشرې کې وزير اعظم سره ملاقات کړې دې ، پکې سينيټر عباس خان او سينيټر حاجي خان اپريدي سره سره سينيټر ملک رشيد احمد خان ، سينيټر هدايت الله ، سينيټر صالح شاه او سينيټر ملک نجم الحسن پکې شامل وو.

XS
SM
MD
LG