د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزه اوربند: تر پردې شا ته مصر او امریکا


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن او د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمد کمال امر د قاهرې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نومبر په ۲۱ مه ګډ خبري کنفرانس کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هېلري کلنټن او د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمد کمال امر د قاهرې ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نومبر په ۲۱ مه ګډ خبري کنفرانس کوي




د امريکا دي نيويارک ټائمز ورځپاڼي د اسرائيل او فلسطين د اوربند پحقله د پردې شاته د مصر او امريکا د ولسمشرانو پر هڅو رپورټ جوړ کړی دی.

دي نيويارک ټائمز وايې د سه شنبې په ورځ ولسمشر باراک اوبامه چې د کمبوډيا په سرمشريزه کې يط ګډون درلودی، د ډوډی وروسته يې خواږه و نه خوړول او نيغ خپل استوګن ځای ته لاړلی ځکه دده ذهن د آسياء په سفارات کاري کي نه بلکه د غزي په راکټونو کې بند وو.

د ورځپاڼي په وينا باراک اوبامه د مصر ولسمشر محمد مرسي ته ټيلي فون وکړی چې دا په څو ورځو کې د دواړو ترمينځ پنځم ځل وو چې دوی خبري سره وکړي.

ورځپاڼی وايې په ځو ورځو کې دومري واره د ولسمشرانو له ترمينځ په ټيلي فون خبري کول يو غير عادي کار دی.

هم ددي خبرو پروخت د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلنټن په اوربند کې د کردار اداکولو لپاره سيمي ته د استولو فيصله هم وشوه.

دي نيويارک ټائمز زياتوي د چارشنبې په ورځ شوی اوربند يوه نوې سياسي او جغرافيايې ملګرتيا رامينځ ته کړه.

کله چې د اخوان المسلمين مشر محمد مرسي ولسمشر وټاکل شو نو واشنګټن انديښمن شوی وو .

خو د ورځپاڼي په وينا په اوربند کې د محمد مرسي د کرادار اداکولو وروسته باراک اوبامه خپلو مرستيالانو ته وويل، دی د مصري ولسمشر د باور رامينځ ته کولو په اړه عملي ګامونو متاثره کړی دی.

باراک اوبامه زياته کړه، مرسي يو ډير نيغ او ترت سړی دی چې کومه ژمنه يې کړې وه هغه يې سر ته ورسوله او چې څه يې په وس نه ووپوره ، د هغه په اړه يې له سره وعده ونکړه.

دا شان مصريان هم د باراک اوبامه او محمد مرسي ترمينځ له شوي همکاری ډير خوشبينه دي.

د مصري ولسمشری د بهرنيو چارو سلاکار حسام الحداد د باراک اوبامه او محمد مرسي ترمينځ همکاري د دوو شخصيتونوترمينځ همکاري و بلله چې يو د حماس ملګری او بل بيا د اسرائيل لپاره ډير مهم دی.

خو دي نيويارک ټائمز په وينا، د مينځني ختيځ د چارو زدکوونکي بيا دي همکاريو ته په محتاطه سترګه ګوري.

دوی وايې که څه هم مرسي تشدد غندي خو بيا هم د حماس يو فکري ملګری دی .

د نږدي مینځني ختيځ د واشنګټن د مرکز مرستيال مشر روبرټ سيټلوف باراک اوبامه ته د محتاطه اوسيدو مشوره ورکوي چې د مصري ولسمشر له خپلو نظرياتي جرړو پريکولی نشي.

دده په خبره ( تاسو د مرسي رویه بدلولی شی خو دده نظريه نشی بدلولی.)

خو دي نيويارک ټائمز ته بيا د باراک اوبامه د مينځني ختيځ د چارو پخواني مرستيال وزير تمارا کوف مين وټس ويلي، دا په سيمه کې د نوي سفارتکاري د بنيادونو د ايښودلو لپاره يو ښه پرمختګ دی.

XS
SM
MD
LG