د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت ۶ تنه نور غرغره کړل


دا په ایران کې د اعدامولو عکس دی
دا په ایران کې د اعدامولو عکس دی



د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو اداره وایي، چې نن هم شپږ تنه د بېلابېلو جرمونو له امله اعدام شول.

د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس مشال راډیو ته وویل، چې دا شپږ تنه د ځان وژونکو حملو د پلان کولو او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وسله والو حملو د ترسره کولو په جرم اعدام شول.

د سې شنبې په ورځ هم اته تنه د افغان حکومت له خوا د وژنو، وسله والو غلاوو، جنسي تیریو او تښتوونو په جرم اعدام شول.

راپورونه وایي، چې ولسمشر کرزي د شپاړلس تنو د اعدامولو حکم توشیح کړی دی.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د بېلابېلو جرمونو له امله کابو دوه نیم سوه تنه د اعدام له سزا سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG