د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عیسايي نجلۍ پرېښودل مثبت پرمختګ دی




کرسچين ساينس مانيټر امريکايي مجلې په يوه مقاله کې د پاکستاني عدالت د تېرې نهې ورځې هغه پرېکړه يوه تاريخي هغه بللې چې په ترڅ کې يې د دغه هېواد پر يوې عيسايي جينۍ اسلام ته د سپکاوي لګول شوي تورونه خارج کړل شول.

مجلې د پاکستان د بشر د حقونو فعالانو په حواله ليکلي چې د عدالت دغه پرېکړه يوه مثبت پرمختګ دی او دا چې د پاکستان عدالتونه او قانون عملي کوونکې ادارې به په راتلونکي کې د دغه ډول دوسيو د څېړلو پر مهال مسولانه اقدام کوي.

مجلې په عين حال کې د ځينو شنونکو خبره راخيستې چې وايي، د دوی په اند په پاکستان کې افراطي نظريات مخ په غوړېدو دي، چې له وجې يې په دغه هېواد کې د سخت دريځۍ اوسنی څپه راغلې ده. دوئ دغه راز په پاکستان کې د فعالو يو شمېر ډلو لخوا د وسلو کارولو خبرې هم اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې د اقليتونو د حقونو يوې فعالې ماروي سرمد کرسچين ساينس مانيټر ته، په فيصل اباد ښار کې اسلام ته د سپکاوي په تور د تورنو شويو دوو وروڼو له عدالته د باندې د وژنې د پېښې په يادولو سره ويلي، د عدالت لخوا د خوشې شوې عيسايي جينۍ ژوند لا هم خوندي نه دی. د مجلې په ليکنه، مېرمن سرمد هم په دې وروستيو کې په اسلام اباد کې د ناڅرګنده وسله والو له بريده بچ ووته.

بلخوا بريتانوۍ فاينينشل ټايمز ورځپاڼې د خپلې يوې مقالې په سر کې پوښتنه کړې چې، د هغې هېواد نوم واخلئ چې په سلو کې ۵۲ وګړي يې وايي، هېواد يې په مثبت لور روان دی. او ۵۰ في صدي يې بيا وايي چې اقتصادي وضعيت يې د تېر يو کال په موده کې ښه شوی دی.

ورځپاڼه ليکي، دا په امريکا، سنګاپور يا برازيل کې نه، بلکې په افغانستان کې شوې د يوې سروې پايلې دي.

د مقالې د ليکوال په وينا، امريکا بايد په افغانستان کې د تېرې يوې لسيزې د پوځي کمپاين، چې ډېر ګران ورته تمام شوی، له پر مخ بيولو لاس واخلي. ليکوال زياته کړې، د ولسمشر اوباما دغه تګ لاره درسته ده چې وايي په راتلونکيو دوو کلونو کې به له افغانستانه امريکايي سرتيري وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG