د لاسرسي ځای

کوټه: چاودنې پنځه تنه وژلي او څه باندې ۱۰ ژوبل




د بلوچستان د مرکزي ښار کوټې په شهباز ټاون کې یوې درنې چاودنې د دريو پوځي سرتیرو په شمول پنځه تنه وژلي او تر لسو تنو زیات ژوبل دي.

حکومتي چارواکي وايي؛ دې چاودنې په پام سره به د نهم او لسم محرم لپاره نور سخت امنیتي تدابیر ونیول شي. ددې چاودنې مسوولیت لا هم کومې ډلې قبول کړی نه دی.
XS
SM
MD
LG