د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: افغان ځواکونو ته امنیتي سمبالښت وسپارل شو




نجیب الله الوخیل خوست

نن د چهارشنبې په ورځ له غرمې مخکې د یو لړ ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ کې دخوست دمرکز دامنیتي چارو مسوولیت افغان پوځیانو ته وسپارل شو.

په یادو مراسمو کې د افغانستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز سترجنرال شیرمحمد کریمي، د کورنیو چارو وزارت اوملي امنیت لوی ریاست استازیو اود یو شمیر وزارتونو مرستیالانو، دایساف مسوولینو همدارنګه دخوست ولایت قومي مشرانو او دملکي او پوځي ادارو کارکونکو برخه اخیستې وه.

په مراسمو کې جنرال شیرمحمد کریمي د خوست پر ولسونو غږ وکړ، چې دامنیتي مسولیتونو د لېږد په تاریخي بهیر کې دې له افغان ځواکونو سره مرسته وکړي.

نوموړي وویل، چې دا مهال افغان ځواکونو ته دهیواد د 76 فیصده سیمو امنیتي مسوولیتونه په بشپړ ډول سپارل شوي دي او تمه لري ،چې تر 2014 وړاندې به دا بهیر په بریالیتوب سره بشپړ شي.

په مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل، چې په دې ولایت کې دپوځي ادارو ترمنځ ښه همغږیتوب شتون لري او خلک د پخوا په پرتله ډیر له امنیتي منسوبینو سره مرسته کوي.

د خوست والي زیاته کړه، خوست د افغانستان د دروازې حیثیت لري، که چیرې مرکزي حکومت د دې ځای د پوځي ادارو په تجهیز او اکمال همدارنګه د ښې حکومتدارۍ په رامنځته کولو له سیمه ییزې ادارې سره مرسته وکړي، نو پر نظام به د خلکو باور نور هم پیاوړی شي.

دیادونې وړ ده په خوست کې افغان پوځیان داسې مهال دمرکز امنیتي مسوولیتونه پر غاړه اخلي ،چې په نږدې راتلونکې کې به افغان پوځیانو ته دامنیتي مسوولیتونو د لیږد څلورم پړاو پیل شي.

XS
SM
MD
LG