د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې اتو تنو ته مرګ سزا ورکړل شوه


د کابل پل چرخي زندان
د کابل پل چرخي زندان

په افغانستان کې اته تنه بندیان د مرګ په لانجه کې اعدام کړل شول چې په دغه هېواد کې په سرکاري کچه دغسې اقدام ډېر لږ ترسترګو کېږي.

مرستیال څارنوال رحمت الله نظري وايي، چې نن د سه شنبې په ورځ یې دغه اته واړه بندیان د وژنو او جنسي تېریو په جنیایتونو کې له ګرمېدو وروسته اعدام کړل.

نوموړي وویل چې د دوی د بخښنې غوښتنه های کورټ ونه منله او افغان ولسمشر حامد کرزي یې د سزا ورکولو هوکړه وکړه.

د بي بي سي پښتو د یو راپور له مخې افغان ولسمشر د ۱۶ ګرمو کسانو د اعدامولو پر سزا لاسلیک کړی دی. خو افغان اسلامیک پرېس بیا وايي چې اعدامېدونکي ۲۲ تنه دي.

XS
SM
MD
LG