د لاسرسي ځای

تازه خبر

"جنوبي وزیرستان کې د استادانو ګمارنې شرایط نه منو"



د جنوبي وزیرستان تعلیمیافته ځوانانو د فاټا سېکريټرېټ لخوا په جنوبي وزيرستان کې د پرایمري او سېکېنډري سکولونو لپاره د استادانو د ګمالو پر فیصله نیوکې کړې او وايي، تر کومو شرایطو لاندې چې نوي استادان اخیستل کېږي دا ورته د منلو وړ نه دي.

فاټا سيکريټريټ د تعليم څانګې د استاذانو ګمارلو لپاره شرطونه دا دي چې که یو چا په ساینس مضمونو کې زدکړې تر لاسه کړې وي نو هغوی ته به د دولسم، څوارلسم او شپاړلسم پر سر ٥ ،٥ نمبرې ورکول کېږي چې ټولې ١٥ نمبره جوړيږي. خو دوی وايي که یو چا په آرټس مضمون کې څوارلسم یا شپاړلسم پاس کړی وي هغوی ته به دا اضافي نمبرې نه ورکول کېږي چې دوی یې ناانصافي بولي.

د دوی په خبره چې د آرټس تعلیمیافته کسانو په نسبت د ساینس پاس تعلیم يافته کسانو ته د نوکریو په ورکولو کې زیاته ترجیح ورکول کېږي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی اسدالله مشال راډيو ته وویل چې د فاټا سيکرټريټ دا شرط بيخي زياتی دی او له دې به احساسې محرومي نوره پيدا شي او دا چې حکومت ته لومړی دا پکار و چې ارټس مضمون يې ګرسره ختم کړی وای او يو کس شپاړلسم پاس کړي سي ټي او بي ايډ وکړي او بيا حکومت داسې کوي نو د فاټا د تعليم يافته ځوانان به چرته ځي ؟ او که بيا هم حکومت غواړي چې د ساينس استادان واخلي نو هغوی ته دې ځانګړې برخه (کوټه) وټاکي.

يو بل تن اکرام الله وايي چې ده شپاړلسم ،بي ايډ او سي ټي کړی دی خو باور يې نشته چې دا نوکري به ورته ملاو شي ځکه چې حکومت د ساينس ويونکو ته ترجيح ورکوي او داسې ده لکه چې حکومت د ارټس ويونکي وژني او دوی يوه لويه ګناه کړي وي.

ده وويل چې په فاټا کې هسې هم د تعليم شرح ټيټه ده او بيا چې د حکومت دا امتيازي سلوک وي نو څوک به څنګ رنګ تعليم ترلاسه کړي؟؟

يو بل چې د ايف ار ټانک سره تعلق لرونکی زاهد منير مشال راډيو ته وويل چې موږ غريبان خو تعليم د دې لپاره کوو چې چرته نوکري به راته ملاو شي او ژوند به لږ ښه تير شي خو که دا حال وي نو موږ په بيا چرته ځو؟

کله چې مشال راډيو د دې مسلې د حل لپاره د جنوبي وزيرستان څخه د سنيټر صالح شاه نه وپوښتل نو نوموړي فقط دا وويل چې زه وزګار نه يم او دا چې زه د دې مسلې نه بيخي خبر نه يم.

دغه رنګ کله چې مشال راډيو دې لړ کې د فاټا سيکرټيريټ د تعليم څانګې سره د رابطې کولو هڅه وکړه نو د بيا بيا رابطې کولو باوجود ورسره رابطه ونشوه

د جنوبي وزيرستان د دې ځوانانو په وينا که چرې د دوې دا غوښتنه چې امتيازي سلوک دې ختم کړل شي ونه منله نو دوي به د سپريم کورټ د دروازې ټکولو سره سره په احتجاج هم لاس پورې کړي

سراج ظهير- مشال راډيو- اسلام آباد

XS
SM
MD
LG