د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلوڅ خبریال د وژنې پلټنه دې وشي"


له خبریالانو سره د ملاتړ نړیوالې کمیټې پر پاکستاني چارواکو غږ کړې دی چې د خبریال رحمت الله عابد د وژنې په اړه دې فوري تحقیقات پیل کړي.

رحمت الله عابد له کوټې شپږ سوه کلومیټره لري په پنجګور ضلع کې وژل شوي وو.

نوموړي له دنیا ټي وي نیوز چینل سره کار کاوه. د خبریالانو د ملاتړ په نړیواله کمیټې کې د اشیا د چارو مشر بوب ډیډز ویلي په بلوچستان کې پر صحافیانو حملې د خبرونو ترلاسه کولو چارې له تړولو سره مخامخوي او خلکو ته په سیمه کې د روانې شخړې په اړه د مهمو معلوماتو د رسیدو مخه نیسي.

د راپورونو له مخې پولیسو ددې پیښې په لړ کې پلټنې پیل کړي خو تر اوسه پورې يې څوک نه دي نیولي.

تر اوسه پوري چا د دې پیښې زمه واري نه ده قبوله کړې.

پاکستان دخبریالانو لپاره د نړۍ په کچه له زیاتو خطرناکو هیوادونو څخه ګڼل کیږي.

په تیره یوه لسیزه کې یوازې په بلوچستان کې ۱۸ خبریالان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG