د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م پاکستان کې سېلاو ځپلو ته بېړنۍ مرسته غواړي



د اې ايف پي خبري اژانس په يو رپورټ کې راغلي دي ملګرو ملتونو ته په سمدستي توګه د نهه اويا میلیونه ډالرو مرستې ضرورت دې چې دا رنګ د پاکستان په شمال مغربي سيمو کې د سېلاونو او بد امنۍ له وجې د بې کوره شوو لاکونو خلکو ژوند خوندي کړل شي.

په تېرو دوو کلونو کې پاکستان خونړیو سېلاونو ځپلی دی او يواځې په ۲۰۱۰ م کال کې څه باندې اتلس سوه خلک په دغه کې وژل شوي او څه باندې دوه کروړه متاثره شوي وو.

سږکال په پاکستان کې پشکال بارانونو څلور سوه اتيا کسان وژلي او څه باندې پنځه لاکه يې متاثره کړي دي.

د بشري حقونو د چارو مرستيالې مشرې کېترين براګ ویلي دي چې دا مهال په پاکستان کې سېلاونو او بد امنۍ ځپلو خلکو ته په بېړنۍ توګه د نهه اويا میلیونه ضرورت دی، ځپل شوو سيمو ته د ورتګ وروستو نوموړې ویلي، د يخنۍ موسم د راتلوله کبله دغه ضرورت لا نور زيات شوی دی ، په زرګونو خلکو ته د خوراک او سر پناه ضرورت دی. همداشان څه باندې لس لکه خلک د طبي سهولياتو څخه بې برخي دي ، دا خلک د څکلو سپا اوبه، نکاس نظام او زرعي مرستو ته اړتيا لري.

د بشري حقونو د چارو مرستياله مشره کېترين وايي، د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه سېلاونو او بد امنۍ ځپلو خلکو ته د یو کروړ او نهه شپېته لاکه ډالرو مرستو اړتيا ده چې په کې له دوی سره يواځې د دوه پنځوس میلیونه مرستو ژمنه شوې ده.

په تېر کال کې سېلاونو زياتره خلک په سیند صوبه کې ځپلي وو چې شمېر يې څه باندې ديرش لاکه وو دغه شان شا و خوا اته لاکه په پنجاب او قريباً لس لاکه په بلوچستان صوبه کې سېلاونو ځپلي وو.

په پاکستان کې د قدرتي افاتو د مخنيوي ادارې له مخې په دغه هېواد کې په يولس لاکه اېکړه ځمکه ولاړ فصلونه سېلاونو تبا کړي دي.

د دې سربېره شا و خوا پنځه لاکه پاکستاني وګړي يواځې سږ کال له افغان پولو سره په نږدو سيمو کې د وسلاوالو پرضد د پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي دي چې ډېرې په کې دا مهال په جلوزو کېمپ کې ژوند کوي ، دغه شان بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه چې پړه يې پر وسلاوالو طالبانو اچول کيږي د ۲۰۰۷ کال راهيسې په کې څه باندې پنځه زره کسان وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG