د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بلوچستان کې ژورنالیزم ښه سباون نه لري"


امريکا مېشتى بلوڅ خبریال ملک سراج اکبر
امريکا مېشتى بلوڅ خبریال ملک سراج اکبر



امريکامېشتى بلوڅ ژورناليست ملک سراج اکبر په بلوچستان کې د ژورناليزم راتلونکى په تياره کې ويني.

په بلوچستان کې د زياتې ناامنۍ له امله د عامو خلکو تر څنګ پرله پسې خبریالان هم وژل کېږي. په دې صوبه کې په تېرو څو کلونو کې شاوخوا شل خبریالان وژل شوي دي، چې له امله يې ډېری د دې صوبه نورو ښارونو او نورو هېوادونو ته په پناه وړلو مجبوره شوي دي.


ملک سراج اکبر هم داسې يو بلوڅ ژورناليست دى، چې په بلوچستان کې د ناامنۍ له امله امريکا ته تللى.

د مشال راډيو افغان څانګې خبريال بارکوال مياخېل له نوموړي سره په بلوچستان کې د خبریالانو د وژنو په اړه مرکه کړې ده:

پوښتنه:- په بلوچستان کې د خبریالانو لپاره حالات ورځ تر بلې خرابېږي، پرون بيا ستاسې په پلارني ټاټوبي پنجګور کې يو بل ژورناليست و وژل شو، څه فکر کوئ ولې خبریالان پرله پسې تر بريدونو لاندې راځي؟

ځواب:- د بلوچستان چې کومه شخړه وه لومړى تر دوو سيمو ډېره بګټي او کوهلو پورې محدوده وه، وروسته ښاري سيمو ته تر کوټې را وغځېده، اوس دا شخړه او د امنيتي ادارو عمليات ټولو بلوڅ مېشتو سيمو ته وغځېدل، نو د دې شخړو له زياتېدو سره خبریالانو ته هم خطرونه زيات شول، ډېر پټ تنظيمونه دي چې ويل کېږي له حکومت او استخباراتو سره تړاو لري او وسلوال تنظيمونه هم دي، چې هغوى غواړي خبريالان بايد د دوى پېښې کټ مټ رپوټ کړي او دوى چې کوم خبرونه يا خبرپاڼې ورته را لېږي که خبریالان يې په خپلو رسنيو کې کټ مټ خپاره نه کړي، نو بريدونه ورباندې کېږي او يوه بله لويه وجه يې دا هم ده چې تر اوسه پورې پر څومره خبریالانو هم بريدونه شوي، څلور پينځه خبریالان يواځې په خضدار کې وژل شوي دي، حکومت د دغو ټولو پېښو د لاس لرونکيو په نيولو او په سزا رسولو کې ناکامه شوى، نو په داسې حال کې هغه ډلې چې پر خبریالانو بريدونه کوي لا زړور کېږي او دغه پېښې لا پسې زياتېږي.

پوښتنه:- د بلوچستان په لرې پرتو سيمو کې چې خبریالان په سختو حالاتو کې کار کوي، ډېرى يې غيرمسلکي او پخپل کار کې پوه نه بلل کېږي، آيا د دوى د هدف ګرځېدو او وژل کېدو يو علت خو به دا نه وي چې ګواکې دوى دې د کوم طرف په ګټه يواړخيزه ژورنالیزم کړی وي ؟

ځواب:- يوه خبره خو دا ده چې دغه ورځپاڼې يا ټلويزنونه چې دوى ورسره کار کوي، د مستقلو کارکوونکيو غوندې دوى ته روزنه نه ورکوي، هلته چې کوم خبريالان کار کوي اکثره يې له دې امله چې د ورځپاڼو او ټلويزنونو د ادارو له خوا ورته مياشتنۍ تنخا نه ورکول کېږي، نو يواځې خبريالي نه کوي، نور کارونه هم ورسره کوي، څوک په حکومتي ښوونځيو کې استادان دي، څوک په انجوګانو(غیرسرکاري ادارو) کې او څوک د بشري حقونو له تنظيمونو سره کار کوي، نو هلته چې کوم وسلوال تنظيمونه يا امنيتي ادارې وي، هغوى په دې هيله وي چې دغه خبریالان يې بايد خبرونه د دوى په خوښه خپاره کړي، خو خبري ادارې خپلو پاليسو او د خبرونو ارزښت ته په پام سره په خبرونو کې انتخاب کوي چې کوم خپاره کړي او کوم خپاره نه کړي، نو دغه خلک چې پر دغو خبریالانو بريدونو کوي، د دوى مجبوريو ته نه ګوري چې دوى به د دغو خبرونو په خپرولو کې څومره واکمن وي، په اصل کې د امنيتي ادارو، وسلوالو تنظيمونو او دغو ځايي خبريالانو تر منځ دغه ناسم پوهاوی (سوى تفاهم ) لويه ستونځه ده.

پوښتنه:- نو اوس چې په بلوچستان کې د خبریالانو لپاره حالات د سمېدو پر ځاى نور خرابېږي، خپله تاسې هم دلته د ناخونديتوب له امله بلوچستان پرېښوو او امريکا ته مو پناه يووړه، نو په بلوچستان کې د ژورناليزم راتلونکى څنګه ارزوئ؟

ځواب:- له دې سره به د بلوچستان پر رسنيو ډېر منفي اغېز وشي، زه خپله د بلوچستان يم او د ژورناليزم پيل مې له بلوچستانه کړى، خو دې حالاتو ته په پام سره زه بيرته بلوچستان ته نه شم ستنېداى او هلته کار نه شم کولاى او يواځې زه نه بلکې د بلوچستان ډېر تکړه او خواريکښ خبریالان داسې دي چې د خرابو حالاتو له امله له پاکستانه بهر تللي يا اسلام اباد او کراچۍ ته کډه شوي دي، دا هغه خبریالان دي چې ښه فکر لري او غواړي په بلوچستان کې کار وکړي، دا ډېره بدمرغي ده چې بلوچستان بايد د رسنيو په مرسته ښه پرمختګ کړى واى، ځکه اوس د انټرنيټ زمانه ده، د ټولنيزو رسنيو زمانه ده، پکار خو دا وه چې د نورې نړۍ غوندې په بلوچستان کې هم خلکو له رسنيو او انټرنيټ څخه په استفادې د بلوچستان د شخړو په هواري کې ونډه اخيستې واى او ښکېلو ډلو بايد ژورنالستانو ته په ازادۍ سره د کار کولو اجازه ورکړې واى، چې هغوى تر خلکو پورې د واقعيتونو په رسولو سره د بلوچستان د حالاتو په اړه هراړخيز رپوټونه او خبرونه خپاره کړي واى، د رسنيو د فعاليتونو په مخنيوي سره خو به که وسلوال او امنيتي ادارې په خلاس مټ هر څه کوي، نو نوره نړۍ به هيڅ ورڅخه نه خبرېږي، نو دې وضعيت ته په پام سره زه د بلوچستان د ژورناليزم راتلونکى ډېر په تياره کې وينم.

پوښتنه:- نو آيا له خبریالانو سره دا ډول چلند به بلوچستان نور په تياره کې ونه ساتي. دلته چې د خپلواکي غوښتونکيو تحريکونو او د حکومت او امنيتي ادارو تر منځ شخړه روانه ده، پر دې به منفي اغېز ونه کړي؟

ځواب:- که په لوى لاس همداسې حالاتو ته لاره هوارېده، نو دا به ډېر منفي اغېز ولري، که حکومت د بلوچستان د حالاتو د ښه کولو ادعاوې کوي او وايي چې پر دې اور د اوبو تويولو هڅې کوي نو د حکومت له هغو هڅو به خلک نه خبرېږي او خلک به نه پوهېږي چې حکومت څه کوي، نو خلک به ورڅخه زړه توري شي، همداسې که ملتپال او وسلوال تنظيمونه وايي چې حکومت ورسره ښه نه کوي، سياسي فعالان يې تښتول کېږي، ظلمونه ورباندې کېږي، نو خپلواکې رسنۍ د دوى پيغام په ښه توګه رسولاى شي، خو که دوى د رسنيو خلکو ته په ازادۍ سره د کار کولو اجازه نه ورکوي، پر خبریالانو د نورو لپاره د جاسوسۍ تورونه لګوي، پر خبریالانو بريدونه کوي، ورځپاڼې سوځوي او د رسنيو دفترونو ته په ټليفونونو ګواښونه کوي، د خضدار د يوه ژورناليست نديم ګلګناړي دوه ځوانان زامن ووژل شول، نو دا ډول هڅې چې د خبریالانو کورنۍ هم شکنجه کېږي، نو په دې کار سره به د دوى سياسي تحريک هم کمزورى شي، بيا به ورڅخه د ملتپالو سياسي تحريکونو پر ځاى فاشيسټې ډلې جوړې شي، موږ هيله لرو چې رسنيو ته بايد په اسانه او ازاده توګه د کار کولو اجازه ورکړل شي، چې دا به ټولو ښکېلو غاړو ته ګټه ولري.

مرکه کوونکى:- بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG