د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا له وسایلو ډک وطن دی امن غواړي. زرداري


د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري




د پاکستان ولسمشراصف علي زرداري د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ته په وینا کې وويل چې دا د ترهګرۍ په وړاندې د پښتونخوا د خلکو قربانۍ دي چې اوس هغه په جمهوري انداز کې دغلته ولاړ دی.

زرداري وويل چې خیبر پښتونخوا سرحدي سيمه ده او د تجارت په لړ کې يې اهميت ډير دی. هغه په مومندو کې د جماعت اسلامي پر پخواني امير قاضي حسين احمد هغه نننی(دوشنبه) ځانمرګي بريد وغاند چې درې کسان پکې زخميان شولو، نوموړي ويل چې ترهګر د هر جمهوري سوچ مخالف دی.

((دا څوک نه شي ويلی چې قاضي حسين احمد مسلمان نه دی يا لمونځ نه کوي خو ترهګر د هغه قبلولو ته هم تيار نه دي. دا جلا سوچ دوی له بهره راوړی دی. د دوی ارادې به له نورو دنیا سره هم خو لومړی یې نظر پر پاکستان دی او موږ به خپل ملک خوندي کوو. زه ستاسي بهادري ستايم. تاسي، ستاسي بچو، ستاسي پولیسو، د پوځ ځوانانو او سياست والو قربانۍ ورکړې، ستایم. موږ د همدغه قربانيوو له وجې موږ نن دلته ولاړ يو، خبرې کوو. ترمنځ مو خبرې کيدای شي او جمهوریت مخ پر وړاندې روان دی.))

آصف زرداري وويل چې خیبر پښتونخوا هر څه لري، تېل لرۍ، ګېس لرۍ، زمرد لرۍ ډير وسايل لر، ستاسو په صوبه کې هر څه پیدا کېږي. یو شی چې اوس تاسو نه لری هغه د قانون او نظم نشتوالی دی، وړاندې دلته امن وو، غلاګانې نه کېدلې، چې لویه وجه یې دا وه چې پښتونواله ژوندۍ وه اوس له بهره راغلیو خلکو د پښتنو دودونه واړول او پښتانه یې د جهالت زمانې ته پورې وهلي دي.(( او زما خیال دا دی چې په کار ده د هغه سوچ مقابله وکړی چې نن یې تاسو دې حالت ته رارسولي یاست. او د هغه سوچ مقابله به په جمهوریت کوو. بې نظیر بوټو د خپل پلار ذوالفقار علي بوټو غچ یا پور په جمهوریت واخیست. او موږ هم د بې نظیرې بدله په جمهوریت واخیستله. پارلمان ته مو بالادستي ورکړه. اېن اېف سي اوارډ مو رواړ، صوبو ته مو اختیارات رواړل. د جمهوریت دښمنانو غوښت چې صوبې له ځانه لرې وساتي او موږ صوبې له اسلام آباد سره وتړلې او اوس دوی فکر کوي چې په اسلام اباد کې خپله ونډه لري. اوس که بلوڅ دی. که سنیدی، پښتون دی که پنجابۍ ټول دا ګڼي چې دوی د اسلام آباد حصه دي. خو د ترهګرۍ له وجې ترې ګټه ځکه سمه نه شي اخیستلی چې د قانون پوره عملداري نشته او په شريکه به دا مسله هواروي. ))

د يادونې وړ ده چې څو مياشتې وروسته پاکستان کې انتخابات کيږي او خیبر پښتونخوا کې اپوزيشن ډلو ويلي چې د صدر دا خطاب د انتخاباتي کمپاين برخه ده.

XS
SM
MD
LG