د لاسرسي ځای

تازه خبر

باراک اوباما جنوب خیتزې اسیا ته ورسېد


ولسمشر بارک اوباما د تایلینډ له وزيرراعظم ینګلوک شیناواترا سره هم وکتل
ولسمشر بارک اوباما د تایلینډ له وزيرراعظم ینګلوک شیناواترا سره هم وکتل





د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جنوب ختیځې اسیا درې هیوادونو ته سفر پیل کړي چې په ترڅ کې یې برما ته د نوموړي تاریخي سفر هم شامل دی .

پرون ولسمشر بارک اوباما د تایلینډ سر ښار بنکاک ته ورسیده او هلته یې په (سیریراج روغتون) کې د تایلینډ د پاچا بومیبول ادولیادېج سره وکتل. دغه څلور اتیا کلن پاچا له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په دایمي توګه په دې روغتون کې اوسي .

ولسمشر بارک اوباما همدارنګه پرون (اتوار) د تایلینډ له وزيرراعظم ینګلوک شیناواترا سره هم وکتل چا چې وروسته خبریالانو ته وویل، د ده حکومت پر جنوب ختیځې اسیا د امریکا د بیا تمرکز هرکلی کوي .

شیناواترا همداراز وویل، د امریکا سره دوه اړخیزه ملګرتیا د سیمې له سولې، امن او پرمختګ سره مرسته کولی شي .

ولسمشر بارک اوباما وویل، چي نن به یې برما ته سفر په دې هیواد کې د جمهوريت پر لوري د شوي پرمختګ منل وي، خو د دې هیواد د حکومت د تایید په مانا به نه وي .

د ولسمشر بارک اوباما ددې سفر وروستی پړاو به کمبوډیا وي هلته به نوموړی د راروان پير او نهې په ورځو د جنوب ختیځې اسیا د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG