د لاسرسي ځای

د قاضي حسین احمد پر کاروان ځانمرګی برید ۳ تنه ژوبل


د جماعت اسلامي مشر قاضي حسین احمد

د جماعت اسلامي مشر قاضي حسین احمد



د جماعت اسلامي د پخواني امیر قاضي حسین احمد پر قافله په یوه برید کې درې تنه برسېرن ژوبل دي.

د مشال خبریال وايی، چاودنه هغه مهال وشوه چې قاضي حسین احمد د بره مهمندو ایجنسۍ ښاپښ (خاپخ) سیمې ته د جماعت اسلامي نوي دفتر پرانستو ته روان وو.

د بره مهمندو ایجنسۍ پولیټیکل نائب تحصیلدار شمس الاسلام مشال راډیو ته وویل چې دا یو ځان مرګي برید وو اؤ د قاضي حسین احمد درې ساتونکي پکې معمولي زخمیان شوي دي.

برید د بره مهمند ایجنسۍ په خاپخ روډ شوی چې همدا سړک د خواییزۍ او باییزۍ مهمندو ایجنسۍ نه علاوه د افغانستان ګوشتې، کامې او نزدې سیمو ته هم د منځرې چېنې په لاره وتلی دی.

خاپخ د مهمندو ایجنسۍ د هیډ کوارټر غلنۍ نه په لویدیځ لوري ته څه نا څه په لس کلومیټرۍ کې پرته سیمه ده.

XS
SM
MD
LG