د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکراچۍ یوه کارخانه کې سوځیدلي لسګونه مړي ورک دي



ظفر کریمي
د پاکستان د صنعي او کارباري ښار کراچۍ په بلدیه ټاون کې څو میاشتې مخکې په په سوزیدلې کارخانه کې د قربانی شویو،یو شمیر کسانو وارثان وایي تراوسه ددوی د خپلو خپلوانو مړي دوی ته نه دي ترلاسه شوي.
په دغه کارخانه کې د کراچۍ ښار د اورنګی ټاون ۴۰ کلن اضغر هم مزدوري کوله ، د هغه د کورنۍ غړي وایي ددغې مرګونې پېښې څه دپاسه دوه میاشتې تېرې شوې خو په کارخانه کې د کارکونکي اضغر تراوسه د مړ ژوندي پته ونه لګیده ـ د اضعر میرمن وایي څلور ماشومان یې دي او هغوی ترې هر وخت کور ته د پلار د نه راتلو په اړه پوښتنې کوي ، او هغه ورته کله یوه او کله بله بانه کوي او هغوی له په دروغو دلاسه ورکوي:

((ماشومانو ته مې ویل ( ابو ) به مو اختر له راشي ، اختر چې راغې نو بچو راته ویل چې (امي) هغه خو رانغی ، ما ورته ویل رابه شي ـ په هسپتال کې دی ـ حکومت وایي چې ترڅو هغه نه وي میلاو شوی معاوضه هم نه درکوو ـ یو مریض سخرمې دی نور څوک نه لرو.)).

د حکومتي سر شمیرنې له مخې په دغه کارخانه کې ۲۵۸ مزدورانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و ـ خو د مزدوراتحادیې مشر ناصر منصور وایي د وژلو شویو کسانو شمیره تر دې زیاته ده:

((په مرده خانه کې ۲۷ مړي پراته دي او ۶۱ کسان د خپلو وارثانو د ورکیدو ادعا کوي او د هغوي د مړو دمیلاویدو لپاره یې د ډی این ای ټیسټ لپاره د وینې نمونې جمع کړي دي ـ ددې نه ښکاري چې حکومت د قرباني شویو خلکو د دقیقې شمېرې په مالومولو کې پاتې راغلی دی ـ او یا هم داسې شوي دي چې ځینو خلکو د معاوضې د ترلاسه کولو لپاره د پېښې په اوله ورځ پردي مړي وړي دي.))

د هغه په خبره اوسني ادعا لرونکو زیاتره خلکو په اړه دوی ټول اړین مالومات ترلاسه کړي او دې نتیجي ته رسیدلي دي چې په پېښه کې واقعي ددوی خپلوان تراوسه ورک دي.

دا چې په مرده خانه کې پراته ۲۷ مړي حکومت ولې خپلو خپلوانو ته نه سپاري ، په دې اړه د سند صوبې د روغتیا د محکمې سیکرتري ډاکتر سریش کمار وایي:

((د نمونو د راټولو کار مونږ ترسره کړی دی اوس دا کار په پروسیس کې دی ـ مونږ ته ستونزه داده چې د ډی این ای ټیست یوه لیبارټري هم په سند کې نشته نو ځکه دا مونږ اسلام اباد ته استولي دي او له هغه ځایه چې تراوسه ددغو ټیسټونو کوم رپورټه راغلي دي مونږ د هغې په اساس مړي خپلوخپلوانو ته ورکړي دي.))

ډاکتران وایي د ډی این ټیسټ د نتیجې په راتلو کې د لسو څخه تر شلو ورځو پورې موده پکار وي،
د مزدورانو د اتحادي مشر ناصر منصور هم په دې نظر دی چې حکومت سره د ډي این ای ټیسټ رپورټ د ځنډولو پرته بله لار نشته:

((اوس که حکومت دا پراته ۲۷ مړي خپلو خپلوانو ته ورکړي نو د پاتې ۳۴ مړو وارثان به راپاڅي او هغوی به هم خپل مړي غواړي ،حکومت له دې ویرې د ډی این ای ټیسټ د میچنګ رپورټ ځنډوي او غواړي په دې توګه په دې مامله خاورې واړوي. ))

یاده دې وي چې د روان کال د ستمبر په ۱۱ نیټه په بلدیه ټاون کې د جامو جوړولو په کارخانه ( علي انټرپرایز )کې اور لګیدلې و چې په پکې په سلګونو کسان سوزیدلي و ـ په دغو کسانو کې یو تن اصغر هم و د چا مړی چې تراوسه نه یوازې د هغه کور والاو ته نه دې میلاو شوې بلکې بچي یې اوس هم د ژوندي بابا لیدو ته سترګې په لار دي ـ
XS
SM
MD
LG