د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپښتو دنوې موسیقۍ ګټې او تاوانونه



هارون باچا


پېښور مېشتو تعليم يافته ځوانانو په دې وروستيو کې يو شمېر ميوزک بينډز يا د موسيقۍ ډلې جوړې کړي ، چې له نويو او ماډرن سازونو سره د پښتو، اردو او انګرېزۍ سندرې وايي.


د پېښور د ميوزک بينډز له جملې څخه د خماريان په نوم د يوې ډلې سندرغاړی او ګټار غږوونکی عامر شفيق وايي، د دوی د موسيقۍ هدف نړۍ ته د پښتني ټولنې سوله ييزه بڼه ښکاره کول دي. نوموړي زياته کړه، دوی غواړي دغه مفکوره رد کړي چې ګنې يوازې له موسيقۍ سره د تړليو کورنيو غړي موسيقي کولای شي.

(( زموږ ميوزک ډېر روايتي او زوړ دی. ما زياتره غربي موسيقي اورېدلې ده. موږ غوښتل د خپلې موسيقۍ له لارې د پښتني ټولنې هغه انځور بدل کړو کوم چې دنيا ته وړاندې کېږي. په خاصه توګه موږ دا ويل غواړو چې د پښتنو زلمی کول ډېر باصلاحيته او له توانايۍ ډک دی. دا سوچ هم عام شوی دی چې د ښو او تعليم يافته کورنيو هلکان موسيقي نه کوي. موږ غواړو دغه خبره هم رد کړو.))

عامر شفيق په دې باور دی چې که يو څوک له موسيقۍ سره شوق ولري نو کولای شي د کمپيوټر په مرسته د خپلې خوښې د موسيقۍ آلات غږول زده کړي. دی وايي، د خپلې موسيقۍ لپاره د نړۍ له کومې موسيقۍ څخه هم اثر اخيستلی شي.

((موسيقي غږول مو په خپله زده کړل. شوق په کار دی. په انترنيټ اوس هر څه موجود دي. موږ چې کومه موسيقي کوو، د هغې لپاره د مخکې نه تياري نه کوو، بس چې ذهن ته مو څه راشي، غږوو يې، او د نړۍ له کومې يوې موسيقۍ نه هم اثر اخيستلی شو.))

په پېښور کې د موسيقۍ استاد او پېژندل شوی موسيقار نذير ګل استاد بيا د ميوزک بينډز په کار نيوکه کوي چې وايي په ترڅ کې يې د ګټې پر ځای پښتو موسيقۍ ته تاوان رسېږي.
د نوموړي په اند، تعليم يافته پښتانه ځوانان که وغواړي چې موسيقي وکړي، لومړی بايد زده کړې يې تر لاسه کړي.

((شکر دی، زموږ د پښتو موسيقۍ خپل طرز او خپل آهنګ دی.دا نوي هلکان چې څه کوي، له هغې سره سمون نه خوري. دا د ګټې پر ځای زموږ موسيقۍ ته نقصان رسوي. دوی په غلطه دي. موسيقي ډېر غټ علم دی او يو لوی درياب دی. لومړی دې دوی استادانو سره کېني، زده کړه دې وکړي، چې (سر) او (ګر) وپېژني، د تال او ټاټ نه خبر شي، يوه راګ او د هغې (روهي) او (امروهي) او (وادي) او( سم وادي) وپيژني، او وروسته دې بيا کوشش وکړي.))

هم په پېښور کې د عامر اينډ طاهر په نوم د ميوزک بينډ يو سندرغاړی عامر شاه، چې ويلې سندره يې پښتنو ځوانانو ډېره خوښه کړې، وايي دواړو وروڼو د موسيقۍ زده کولو سنجيده هڅې پيل کړي او غواړي ښه او معياري کار مخې ته راوړي.

((ډېر خوشاله يو، زموږ سندره خلکو ډېره خوښه کړه. پښتو انډسټري هسې هم ډېره وړه ده او يو بدلون په کار و. نو لګيا يو، زده کړه کوو. انشا الله ښې ارادې لرو، غواړو ښه څيزونه ووايو او سبا ته مو خلک په ښه ياد کړي.))

په پېښور کې بېلا بيل ميوزک بينډز په داسې حال کې جوړ شوي چې اسلامي سخت دريځو ډلو په خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمه کې د موسيقۍ او نورو اعلی هنرونو پر ضد سخت کمپاينونه وچلول. کتونکي په عين حال کې هيله څرګندوي چې له موسيقۍ سره د تړليو هلو ځلو زياتېدل به په سيمه کې د امن په ټينګښت کې مهم رول ولوبوي.
XS
SM
MD
LG