د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان سولې په اړه د پاکستان اراده بدله شوې'


محمد نسیم شفق

کابل - د افغانستان سولې عالي شورا وایي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د پاکستان په سیاسي اراده کې ډېر بدلون راغلی دی.


د دې شورا رییس صلاح الدین رباني د پاکستان تر سفر وروسته د شنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې پاکستان نهه تنه طالب مشران هم له بنده خوشې کړل او دا، د ده په خبره، د سولې پروسې د بریا لپاره مهم اقدام دی.

صلاح الدین رباني البته د دې نهو خوشې شویو طالبانو نومونه دي ښودلي.

رباني وویل، په خوشې شویو کې ملا عبدالغني برادر نه دی شامل.

خبري غونډې ته د سولې عالي شورا مشر هیله وښوده چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت له پاره به د پاکستان ملاتړ دوام ومومي.

((پاکستان په افغانستان کې د دایمي سولې د ټینګښت لپاره د سولې د عالي شورا له نظر او کړنلارې نه د یوې ګډې اعلامیې په چوکاټ کې رسماً ملاتړ وکړ. په ظاهره کې داسې ښکاري، چې پاکستاني چارواکو دا موندلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نږدې او دوامداره همکاري کولای شي؛ د سولې د هڅو په برخه کې ګټوره تمامه شي. دا هغه نظر دی، چې موږ له دې وړاندې پرې په څو ځلو ټینګار کړی.))

د سولې د عالي شورا چارواکي ټینګار کوي چې د پاکستان او د سولې د عالي شورا د پلاوي ترمنځ د خپرې شوې اعلامیې عملي کول ډیر اړین دي.

په عین حال کې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر محمد معصوم ستانکزی وایي، پاکستان ته د دوی د سفر یو هدف دا هم وو چې د سولې پروسې پر وړاندې پراته خنډونه لري شي.

ښاغلي ستانکزي د سولې د عالي شورا د پلاوي او پاکستاني چارواکو ترمنځ د ګډې خپرې شوې اعلامیې پرعملي کیدو هم ټینګار وکړ:

((موږ غواړو چې خپلو خبرو اترو او بحثونو ته دوام ورکړو، دوهم اقدام دا دی، چې موږ باید د دواړو هیوادونو ترمنځ هغه ټکي عملي کړو؛ چې د دواړو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي دي او دا کار ځینو اقداماتو ته اړتیا لري؛ چې ترسره شي او په هغې سره داسې شرایط رامنځ ته شي، چې افغانان د مذاکراتو په میز راټول شي، نورې ترې ملاتړ وکړي او هیڅوک د دوی ترمنځ د مستقیمو مذاکراتو په مخ کې خڼد رامنځ ته نه کړي.))

سیاسي څیړونکي په افغانستان کې د سولې بهیر بریا له پاره د پاکستان پر همکاري ټینګار کوي او وایي، چې دا کار د اسلام اباد له بشپړې او رښتیني همکارۍ پرته شونی نه دی.
XS
SM
MD
LG