د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د واده په مراسمو کې ۱۸ ښځې سوځېدلې دي


سید شاه سقیم

غزني - د افغانستان غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې اور لګېدلی دی چې له امله يې ۱۸ تنې مېرمنې سوځېدلې دي. اور د تېلو د يوې ډبې د چاودېدو له امله لګېدلی دی.


په سوځېدليو کې نجونې او هلکان هم شامل دي.

د اندړو ولسوال قاسم ديسوال وايي، اور د شيلګر په خوشحال کلي کې د نکريزو د څرخولو پر وخت لګېدلی دی.

دی وايي د نکزيزو په مېنځ کې د لګېدليو شمو اور د تېلو يوې ډبې ته خوله ورکړې او ورپسې په ټوله کوټه کې اور لګېدلی دی.

دی وايي يو شمېر سوځېدلې مېرمنې د درملنې د پاره کابل ته لېږدولې شوې دي خو درې تنې يې لا اوس هم د ميري په روغتون کې پاتې دي.

((دا پېښه د اندړو ولسوالۍ په خوشحال کلي کې شوې ده. هلته په يو واده کې ښځو د ناوې د پاره نکريزې څرخولې چې پکې د لګېدليو شمعو اور د تيل يوې ډبې ته اور ورکړی دی او له ۱۶ تر ۱۸ تنو ښځو پورې په کې سوځېدلې دي. د سوځېدليو ښځو له ډلې يې ډېرې کابل ته وړې دي خو درې تنې اوس هم د ميري په شفاخانه کې بستر دي.))

د سيمې ځينې اوسېدونکي په اور کې د سوځېدليو مېرمنو شمېر شل تنې ښيې.

تر دې وړاندې هم د غزنې په ځينو کورونو کې د تېلو د اور اخيستلو له امله اورلګېدنې شوې دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي همېشه په کورونو کې اورونه د خراپو او له نورو ژر اور اخيستونکيو توکو سره د ګډو شويو تېلو له امله لګېږي.
XS
SM
MD
LG