د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوچي مرغان




ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ : د ژمې د راتګ سره سم د پاکستان په زیاتره برخو او ځانګړې توګه د کراچۍ د سمندر په غاړو کې د سپینو سپینو لویو او وړو مارغانو سیلونه په نظر راځي ـ پوهان وایي، دغه مارغان په سایبېریا او خواوشا هیوادونو کې د سختې یخنۍ له امله د پاکستان ،هندوستان او نورو هیوادونو په لور کوچ کوي او دلته د دریو څخه تر څلورو میاشتو په ساحلي سیمو او یا هغو سیمو کې چې د اوبو تالابونه پکې شتون ولري، ژوند تېروي ـ

د سند صوبې د چاپيریال ساتنې د محکمې چارواکي عدنان حامد مشال ریډیو ته ویلي چې دغه مارغان هر کال د پاکستان په یو شمیر ساحلي او میداني سېمو کې پړاونه اچوي.

((خواوشا ۴۰۰ قسمه مارغان هرکال پاکستان ته راځي ـ په دې کې ایلۍ،مړزان،شین غاړۍ او نور ګڼ شمیر قسمونه وي ـ د ژمي په موسم کې په سایبریا،منځني ایشیا،روس،مشرقي یورپ او خواوشا علاقو کې سخته یخني وي نو دا مارغان له هغو ځایونو څخه د افغانستان او ایران له لارې د هند د سمندر غاړو ته، کومې چې ددغو ځایونوپه نسبت تودې دي، راځي ـ هغه سېمې چې دې مارغانو ته پکې متوازن خوراک میلاویږي، موسم ښه وي او ښکار یې نه کیږي هلته دوی ژوند تیروي ))

د هغه په خبره د دې مارغانو د راتګ لړۍ د ستمبر له اخري شپو شورو کیږي او د اپریل په میاشت کې دا واپس دهندوستان ،چین او نورو هیوادونو له لارې خپلو ټاټوبو ته ستنیږي ـ

د کراچۍ ساحلي سیمو کلفټن،هاکس بی،پیراډایز پواینټ او سي ویو کې د ژمي په موسم کې ددې مرغانو سیلونه په نظر راځي چې د سیلګرو د خوښې سبب ګرځي ـ

د سند صوبې د چاپیریال ساتنې چارواکي وایي د غیرقانوني ښکار او په ځینو سېمو کې دجنګونو له وجې د پخواپه نسبت اوس ددې مرغانو په شمیر کې کموالی راغلی دی ـ اړونده چارواکی عدنان حامد وایي څه موده مخکې به د اته لکو په شاوخوا کې مرغان پاکستان ته راتلل اوس دغه شمیره تر پنځو لکو پورې راکمه شوې ده.

((ددې مرغانو د راتلو څلورم نمبر لاره د افغانستان په سر تیریږي، په قبایلي سېمو او افغانستان کې جنګ او د باردو بوي هم ددې مرغانو د کمیدو سبب کیدلای شي ځکه چې دا مرغان ډېر حساس او د بوی کولو نازک حس لري ))

د عدنان حامد په خبره دوي په ولس کې ددې خبرې د خورولو کوښښ کوي چې خلک باید د دې مرغانو له ښکار څخه ډډه وکړي چې د دې مرغانو نسل زیات او دا سېمې د دوی د ژوند لپاره خوندي وګرځي ـ

XS
SM
MD
LG