د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی پوځي وکیل د جنرال کیاني خلاف پاڅېدلی


د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني
د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پروېز کياني



نيويارک ټايمز ورځپاڼې د پاکستان د يو ريټايرډ پوځي وکيل په اړه مقاله خپره کړې چې د پاکستان د پوځ د مشر جنرل اشفاق پروېز کياني د کار د مودې غځېدل يې په قانوني توګه چېلنج کړي دي. که څه هم نوموړی د ناڅرګنده کسانو لخوا ډبول شوی خو وايي پر خپل دريځ کلک ولاړ دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، کله چې د پاکستان يو ريټايرډ پوځي وکيل انعام الرحيم په روانه اونۍ کې د پاکستان د پوځ د مشر د کاري مودې غځېدل چېلنج کړل نو د نوموړي دا ګام د مياشتو راهيسي له قانوني چېلنجونو سره د مخامخ پوځي اسټبلشمنټ په وړاندي وروستی ګوزار ثابت شو. خو په اسلام آباد های کورټ کې د مقدمې تر درج کولو يوازي يوه ورځ وروسته دغه جګړه ده ته مخامخ شوه.

د چارشنبې په ماښام چې کله نوموړی په راولپنډۍ کې د کورنۍ د يو غړي له جنازې څخه د راستنېدو په حال کې و نو درو ګاډو د هغه ټېکسي په ګېره کې واخستی. د نوموړي په وينا شپږ کسان ده ته راغلل او دی يې له ټېکسي دباندي راوغورځوی. پر مقاومت کولو يې نوموړی په سوکانو او لغتو ووهی او ژوبل يې کړی. نوموړی نږدې هسپتال ته ځان ورساوی چيري چې د هغه د پوزې او سر د زخمونو تداوي وشوه. د نوموړي په وينا له ده سره دا چلن د يو درس ښودلو په خاطر شوی دی چې دی له خپل مقصده را پر شا کړي.

ورځپاڼه زياتوي، ۵۷ کلن انعام الرحيم د پوځ يو ريټايرډ کرنل دی او نوموړي په ۲۰۱۰م کال کې د درو کلونو لپاره د پاکستان د پوځ د مشر جنرل اشفاق پروېز کياني د کار د مودې غځېدل چېلنج کړل. رحيم دليل ورکوي چې جنرل کياني دغه کال د ۶۰ کلونو شو او دا عمر د ده د چوکۍ لپاره آخري حد دی.

رحيم زياتوي چې نوموړی د پوځ له جنرل هېډ کوارټر څخه يوازي د ۲۰۰ ګزه پر فاصله ووهل شو چې دا په ښکاره توګه يوه هڅه ده چې دی له خپل دغه کاره راوګرځوي. نوموړی وايي، د پوځ او د جاسوسي ادارې د مشر پرته بل هيڅوک د دې بريد تر شاه نه شي کېدای .

ورځپاڼه پر مخ ليکي، د پاکستان د پوځ پر يو شمېر حاضر سروس او ريټايرډ شوو پوځيانو د پاکستان په عدالتونو کې مقدمه روانه ده چې تازه بېلګه يې د ۱۹۹۰ په انتخاباتو کې د درغلۍ کولو په تور د پاکستان د پوځ د پخواني مشر جنرل اسلم بېګ او د آی اېس آی د پخواني مشر لېفټيننټ جنرل اسد دراني په ضد د سپريم کورټ حکم دی چې حکومت دې يې په ضد کاروايي وکړي.

ورځپاڼه ليکي، تمه څرګنديږي چې د رحيم لخوا به د جنرل کياني په ضد د مقدمه اورېدنه راتلونکې اونۍ په اسلام آباد های کورټ کې پېل شي. ورځپاڼه زياتوي، رحيم د زيارت په ورځ له هسپتاله نېغ پوليس سټېشن ته ولاړی او پاکستان د پوځ او جاسوسي ادارې د مشرانو په ضد يې د رپورټ درج کولو غوښتنه وکړه خو پوليس د هغوی په ضد رپورټ درج نکړی خو رحيم وايي چې هغه نه ډاريږي او خپل کار به پر مخ بيايي.

XS
SM
MD
LG