د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرايیلو په غزه کې ځینې اهداف ویشتلي




اسرايیلي جنګي الوتکو بېګا شپه په غزه کې پر ځینو اهدافو بمبارۍ کړي دي ، بلخوا راپورونه وايي، چې اسرایلي ټانکونه، زغروال موټر او سرتیري د غزې سره په پوله راټول شوي دي .

د اسرایلو سرکاري ټېلیویژن خبر ورکوي، کیدای شي په غزې تړانګه کې نن د جمعې په ورځ پوځي عملیات پیل شي خو د اسراییلو پوځي چارواکي وايي، چې تر اوسه په دې اړه پریکړه نه ده شوې .

د اسرایلو وزیراعظم بینیامین نتن یاهو ویلي پوځ به غزې تړانګې ته د مصر د وزیرراعظم ہشام قندیل د سفر پر مهال پر غزې بریدونه وځنډوي .

د اسرایلو د پوځ مشر جنرال بیني ګانټز ویلي ((موږ به بریدونو ته دوام ورکړو او بریدونه به زیات کړو خو دا یې ونه ویل چې ایا د پولې هغې غاړې ته په غزه کې به مځکني عملیات هم وکړي کنه.))

اسرایلي جنګي الوتکو د پنجشنبې په ورځ هم په غز کې د حماس د وسلوالو پر اهدافو او د توغنیدیو د توغولو پر سیمو بریدونه کړی .

د اسرایلو پوځ د جمعې په ورځ راپور ور کړ چې د دوی جنګي الوتکو د چارشنبې د ورځې راهیسې په غزه کې د درې نیم سوو زیات اهداف بمبار کړی دی .

حماس هم پراسرایلو ته د توغندیو ویشتلو ته دوام ورکړی چې دوه یې تل ابیب ته نژدې هم لګیدلی دي .

وروستی تاوتریخوالی هله تند شو چې اسراییلي په یوه هوايي برید کې د حماس لوړ پوړی پوځي چارواکی احمد جباري او د هغه مرستیال ووژلو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG