د لاسرسي ځای

تازه خبر

ژوب کې چاودنې د ملیشه ځواکونو دوه سرتیري ووژل


د ژوب سلېزۍ سیمه
د ژوب سلېزۍ سیمه



له ژوب سیمې څخه ځايي اوسېدونکي وايي؛ ددې ښار د پاکستان په پوځي چاوڼۍ کې سهار پر ځايي وخت څلور نیمي بجې چاودنه شوې، چې ږغ يي په ټول ښار کې اورېدل شوی دی.

د ملیشه ځواکونو استخباراتي سرچینو مشال راډيو ته ویلي، ددوی سرتیرو ددې ښار په کاڼوکۍ سیمه کې له چاودېدونکو توکیو ډک يو موټر نیولی، او کله چې يې دوو سرتیرو یاد موټر د ژوب ښار د ملیشه ځواکونو کلا ته پر لاره را روان کړی وو، نو چاودېدونکي توکي چول شوي، او دواړه سرتیري يي په کې وژل شويدي؛.
په ژوب کې د انګرېزانو د وخت یوه لوی پوځي چاوڼۍ ده، چې په کې د پاکستان د پوځ او ملېشې ځواکونو ګڼ عسکر پراته دي.

کاڼوکۍ د ژوب کاکړخراسان هغه سیمه ده، چې له افغانستان سره پولې ته نيژدې ده. له ژوب سره د خیبر پښتونخوا ډېره اسماعیل خان لګېږي او د قبایلي سیمو جنوبي وزیرستان ورسره پوله لري. چې په کې د پښتنو ګڼې قبیلې لکه کاکړان، مراڼیان (شېرانیان)، مندوخېل، بابړ، هریپال، ناصران، لواڼه، سلمانخېل، خروټي، میا خېل، ساپیان، هوتک، او تره کي مېشت دي. د دغه سیمې ګڼ اوسیدونکي په عرب اماراتو کې خواري مزدوري کوي. او د دې تر څنګ د سیند په کراچۍ او د بلوچستان په کوټه کې یې هم ګڼ خلک کاروبارونه او په خوارۍ مزدورۍ اخته دي. د ژوب ځايي اقتصاد تر ډېره پر مالدارۍ او کرهڼه ولاړ دی.

XS
SM
MD
LG