د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان خوشي کېږي خو وسله وال طالبان څه نه وايي




وال سټریټ جورنال ورځپاڼه په خپله یوه مقاله کې لیکي پاکستان د افغان حکومت په غوښتنه د ځینو وسله والو افغان طالبانو خوشي کولو ته سلا شوي دي. دغه طالبان دپاکستان په قېد کې دي او د دواړو هېوادونو چارواکي په دې نظر دي چې دوی به د خوشي کیدلو نه پس په افغانستان کې روان د سولې په خبرو اترو کې برخه واخلي.

ورځپاڼې ته دتېرې چار شنبې په ورځ یو افغان چارواکي ویلي لا هم د طالبانو لخوا ددې ګام په حواله هیڅ اشاره نه ده ورکړل شوې چې آیا ددې په نتیجه کې به له افغان حکومت سره د خبرو اترو ځنډول شوی عمل بیا شورو کړل شي او که څنګه؟ ورځپاڼه لیکي چې په دې لړ کې د نظر اخیستو لپاره دا مهال د طالبانو ویاند ته هم رسايي نه کیږي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم پاکستاني چارواکو په څرګنده دافغان حکومت او طالبانو ترمنځه د سولې د خبرو اترو هرکلې کړی خو افغان او امریکايي چارواکي وايي پاکستان دا خبره هم یقیني کړې چې دا ډول خبرې دې د دوي له قابو څخه بهر نه وي. دغه چارواکي په دې لړ کې په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان لخوا د ملا برادر د نیولو مثال ورکوي.

ورځپاڼه د پخواني یاغي محمد اکبر آغا په حواله لیکي د چارشنبې د ورځې د فیصلې په رڼا کې ممکنه ده چې پاکستان د طالبانو پخوانی وزیر انصاف/ ملا ترابي خوشې کړي. / محمد اکبر آغا خپل ځان د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ منځګړی بولي.

ورځپاڼه زیاتوي د پاکستان لخوا د خېر سګالۍ دا ګام په داسې حال کې پورته کیږي چې ددواړو هېوادونو تعلقات له هغه وروسته ډېر خراب شو کله چې پخوانی ولسمشر برهان الدین رباني په یو ځانمرګي برید کې ووژل شو. هغه وخت دافغان حکومت ځینو چارواکو د پاکستان په استخباراتي ادارو دغه برید کې دلاس لرلو تور لګولی وو.

بلخوا فارن پالیسي مجله لیکي دافغانستان په اړه داسې فکر کیږي چې د جنګونو ځپلی هېواد دی او حکومت یې غیرفعاله او په بډو رشوتو کې ککړ دی نو په ۲۰۱۴م کال کې دنړیوالو ځواکونو دوتلو نه پس به دطالبانو او ترهه ګرو په وړاندې ټینګ نه شي. دا په داسې حال کې ده چې په دې هېواد کې د ۲۰۰۱م کال راهیسې ډیرې ځاني او مالي قربانۍ ورکړل شوي دي.

خو مجله لیکی چې افغان ولس دخپل هېواد مستقبل ته بیا په بل نظر ګوري. ایشیاء فاؤنډېشن په دغه هېواد کې د ۲۰۰۴م کال راهیسې خپله اتمه سروې مکمل کړی چې پکې د ولسي وګړو نظر ډېر په سمه توګه واضحه شوی. په دې سروې ګانو کې دټول افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د ۶۳۰۰ کسانو نظر پوښتل شوی چې په کې د ښځو او سړو شمیر خوا اوشا نیم په نیمه دی.

د مجلې په وېنا دې نظر پوښتنو کې له توقع سره سم ځینې منفي خبرې څرګندې شوې چې په کې زیاتره خلکو دامنیت او روزګار کمي اودرغلي لویه مسله ګرځولې ده. او که څه هم په ورستیو کلونو کې د روزګار په اړه د خلکو نظر ښه شوی خو بیا هم زیاتره خلک بې روزګاري او بډې رشوتونه خپله لویه مسله ګڼي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG