د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان افغان طالبان خوشي کوي


د افغانستان د سولي عالي شوری غړی معصوم ستانکزی
د افغانستان د سولي عالي شوری غړی معصوم ستانکزی




پاکستان تصديق کړی دی چې د افغان حکومت په خواست په هيواد کې قيد ځيني افغان طالبان خوشي کوي. دا فيصله د افغانستان د سولې عالي شوری د پاکستان د سفر پر موقع شوې ده.

د چارشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او د سولي د عالي شوری لخوا جاري شوی ګډ بيان وايي، دا ګام په افغانستان کې د سولي عمل پرمخ بيولو لپاره پورته کيږي. خو په بيان کې د خوشي کيدونکو طالب مشرانو نومونه نه دي ورکول شوي.

د مشال راډيو له خبریال عبدالحي کاکړ سره په خبرو کې د افغانستان د سولي عالي شوری غړی معصوم ستانکزي چې دا وخت په اسلام آباد کې دی وويل، دواړه هيوادونه په عملي همکاريو سلا شوي دي. د ده په خبره چې د پرېکړې له مخې به په درو څلور ورځو کې اته بندي طالبان خوشي کړل شي. نوموړي د ملا بردار د خوشي کېدو په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان او د افغان د سولي عالي شوری ګډ بيان زياتوي، افغانستان، پاکستان ، امريکا او نور متعلقه هيوادونه به د سولي په پروسه کې د مرستی په خاطر مذاکرات کارو ته خوندي لاره ورکوي. دواړو هيوادونو پر طالبانو او نورو جنګي ډلو له القاعده سره د اړيکو شلولو ږغ هم کړی دی. په ګډ بيان کې داهم ويل شوي چې دوی به له نورو اړونده هیوادونو سره په ګډه کار کوي چې دا شان روغي ته آماده طالبانو او د نورو ډلو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لسټه و باسي.

XS
SM
MD
LG