د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ډرون الوتکو جوړولو وړتیا لري؟


د بريتانيا ګاردين ورځپاڼه په يوه مقاله کې د پاکستان د دفاع وزارت د يوه جګ پوړي چارواکي په حواله وايي، پآکستان د هغه هېوادونو په کتار کې ودرېدو ته ځان جوړوي چې د خلکو د وژلو او استخباراتي مالوماتو راغونډولو لپاره د بې پايلوټه الوتکو جوړولو وړتيا لري.

مقاله زياتوي، پاکستان، چې له افغانستان سره په لګېدلې خپله خاوره د امريکايي جاسوسي الوتکو د بريدونو په رسمي توګه مخالفت کوي، دا خبره په ډاګه کړې چې د استخباراتي مالوماتو د تر لاسه کولو په هدف يې د ريموټ کنټرول په وسيله د چلېدونکې الوتکې جوړول پيل کړي دي.

خو د ورځپاڼې په وينا، د پاکستان پوځي چارواکو تېره اونۍ په کراچۍ کې د درنو وسلو په يوه نندارتون کې د دې هېواد ځيني نيږدې ملګري هېوادونه د پاکستاني پوځ له هغو هڅو چې د بې پايلوټه الوتکې جوړولو په موخه يې پيل کړې دي، خبر کړل.

ورځپاڼه په عين وخت کې د بې پايلټه الوتکو په نظام د پوهېدونکي يوه بريتانوي تن هو وېليمز له قوله ليکي چې وايي، د پاکستان لخوا د دغه رقم ټيکنالوجۍ د ترلاسه کولو په خبره شک لري. نوموړي د کراچۍ په نندارتون کې د اېښودل شويو دوه وړو پاکستاني الوتکو په يادولو سره زياته کړې چې دغه هېواد ممکن د ټيټې درجې ډرون الوتکې جوړولو صلاحيت تر لاسه کړی وي.

ګارډين کاږي، اوس مهال يوازې امريکا او اسراييل ډرون الوتکې لري چې ميزايل داغولای شي، او زياتوي چې چين او ترکیيه هم د ډرون الوتکو جوړولو په موخه په لوی کچ هڅې پيل کړې دي.

بلې خوا ته امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال بيا په يوه مقاله کې د افغانستان د امنييت ټينګولو د افغان ځواکونو وړتيا ته کتنه کړې ده.

په مقاله کې راغلي، دوه کاله مخکې د افغانستان په هلمند ولايت کې د ځای پر ځای شويو امريکايي سرتېرو شمېر ۲۱۰۰۰ و، چې سږنی اوړی ترې په درو کې دوه برخې ځواکونه ووتل او د ولايت زياتره سيمې دا مهال د افغان پوځ او پوليس سرتېرو پر رحم و کرم دي.

د ورځپاڼې په ليکنه، د هلمند په هغو سيمو کې چې امريکايي ځواکونو خوشې کړي، طالب وسله والو خپله جګړه سخته کړې ده. دوئ بمونه ځای پر ځای کوي او مخامخ مقاومت کوي.

د ورځپاڼې په خبره، افغان پوځ ياد ولايت ته خپل زرګونه سرتيري لېږلي چې امريکايي او افغان قومندانان بيا د دوئ لخوا د ښې ځوابي کار روايۍ ادعاوې کوي. خو ورځپاڼه زياتوي، افغان سرتيري ژر ده چې په طبي او استخباراتي برخو کې د بهرنيو ځواکونو ملاتړ له لاسه ورکړي.

د مقالې د ليکونکي په باور، د هلمند ولايت، چې د پښتنو اصلي ټاټوبی دی، او د دې ځای اپيم چې طالبانو ته مالي ګټې برابروي، د افغانستان د جګړې دواړو خواو ته يوه له ارزښته ډکه سيمه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG