د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتيکا د پوهنې مرستيال رييس په غزني کې وژل شوی


دولتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د پکتيکا ولايت د پوهنې د رياست مرستيال تښتول او وژلی يې دی.

د غزني سيمه ييز چارواکي وايي چې د پکتيکا د پوهنې د رياست مرستيال تېره شپه په غزني کې وسله والو طالبانو وړی او نن يې دوی د غزني په شيلګر کې جسد پيدا کړی دی.

چارواکي وايي د پکتيکا د پوهنې د رياست مرستيال حبيب الله همت نومېده او د شيلګر اصلي اوسېدونکی وو.
د غزني د ملي امنيت رييس سيد امرشاه سادات پېښه تاييدوي خو وايي په اړه يې نور جزيات نه لري.

دی وايي، همت پرون تښتول شوی او نن يې جسد په اندړو ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

همت خپلې لوړې زدکړې د فقهې او قانون په برخه کې په مصر کې کړې وې او له تېر يو نيم کال راهسې يې د پکتيکا د پوهنې رياست د تدريسي مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.

تر اوسه لا وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې د اختر په لومړۍ ورځ هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې پېنځه تنه مزدوران وژل شوي ول.

سید شاه سقیم غزنی

XS
SM
MD
LG