د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوباما بیا منتخیبېدل،د افغانستان و پاکستان سیاست


ولسمشر باراک اوباما
ولسمشر باراک اوباما




احمد رشید د بي بي سي لپاره په خپله مقاله کې لیکي ـــــــ د افغانستان او پاکستان په مشرانو به دا خبره منل ډیر زیار غواړي چې د اوباما د ولسمشر په حیث بیا غوره کیدل د ټولې جنوبي ایشیا له پاره یو مثبت پرمختګ دی .

په اسلام اباد کې ډیر دا فکر کوي چې د افغانستان لپاره اولسمشر اوباما هیڅ ستراتیجي نه لري، د پاکستان مخالف دی او غواړي چې د هیواد ایټمي صلاحیت را لږ کړي .

امریکا فکر کوي چې پاکستان دروغ وايي ، تره ګر ساتي او د اقتصادي ستونځو باوجود پوځي قوت ډیروي.

احمد رشید لیکي ـــ په دې کې هیڅ شک نشته چې د پوځ، عدلیې او حکومت ترمینځ جګړې پاکستان مفلوج کړې دی. په عین حال واشنګټن ولسمشر کرزۍ ته ویلي چې د امریکانو د قربانو شکریه دې ادا کړي او په امریکا دې له تنقیده ډډه وکړي .

خو ددې وجه شته چې ولې ولسمشر کرزۍ او ولسمشر زرداري د ولسمشر اوباما د واک وړومبۍ دور ته دومره په منفي نظر ګوري .

د پاکستان د نظره د اسامه بن لادن وژنه او د افغانستان د نظره د افغانستان نه د ځواکونو راویستل، او افغان ځواکونو ته د درنو وسلو ورکولو نه انکار ځنې مهمې وجې دي .

لیکوال وړاندې لیکي ـــــــځني خلک دا دلیل ورکوي چې ډیرې مهمې پریکړې لکه د طالبانو سره خبرې، په پاکستان او افغانستان کې شفاف انتخابات پر وړاندې بوتلل، او د اسلام اباد سره اړیکې تازه کول ــــــ د امریکا د بهرنیو چارو وزیارت (سټیټ ډیپارټمنټ) کوي چې د ولسمشر پوره مرسته ورسره نشته. خو د اوباما د بیا ولسمشر غوره کیدو نه وروستو اوس یوه دویمه موقعه شته.

احمدرشید لیکي ـــــــ باید د پخواني امریکايي سفیر ریچرډ هالبروک له خوا جوړه شوې سیمه ایزه ډپلومیسي بیا ژوندۍ کړل شي. او په پاکستان کې میشت طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د امریکا یو ښکاره پالیسي وړاندې کړل شي. په افغانستان کې د اوربندۍ په عمل کې د پاکستان شریکول به د پاکستان اسټیبلیشمنټ دې ته وهڅوي چې د امن ټینګولو، په کور دننه د تره ګرۍ د مخنیوي او په پنجاب کې میشت هندوستان ضد وسله والو ټولګو د بې وسلې کولو لپاره سختې او ګرانې فیصلې وکړي.

XS
SM
MD
LG