د لاسرسي ځای


قاسم خان مندوخېل مشال راډيو

ملالې د نړۍ لر وبر ماشومان دې د هغې ورځې په تمه دي، چې ته له خیره روغه رمټه له روغتونه راووځې او د رڼا پر لوري تلونکي کاروان سر لښکره، مشال په لاس، د پوهنې مخې ته ولاړ تورتمونه د تل لپاره، د اباسین په مستو څپو لاهو کړې.

رامداد دې دا ځلي خدای جوړ کړي
که دوباره په وطن جنګ وو مړ دې شینه

ملالې ستا غږ اوس د هغه بې وزله ماشومانو د ارمانونو د سرته رسېدو یو نه پر شا تلونکی خوزښت اخیستی، چې نه یې لمبه سړېدونکې ده او نه يې ولوله متېدونکې ده.

ته اوس د بري پر اسمان د ځلېدونکی ستوري په څېر د لارورکې سمندري بېړۍ د منزل لارښوده يې.

ملالې ستا ماشومه وړوکي غږ د نړۍ زوروې ماڼۍ ولړزولې، ملګري ملتونه دې راوېښ کړل، د بخښنې نړیوال سازمان نه واخلې د بشري حقونو نړیوال کمیشن پورې، د افریقا د لویې وچې د یوه بې وزلي هېواد موزمبیق نه د نړۍ تر شتمن هېواده جاپان پورې ماشومان او لويان دا سندره وايي چې ملالې، ته يوازې نه يې، موږ ټول درسره یو.

ننګیالې ملالې ته پوهېږي چې له تیارې سره دې په یوازې سر ډغرې وهلې دي خو نن ستا د رڼا کاروان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ډېوې بلې کړې، ډېر دې په خپل یون کې درسره مله کړي خو د دې کاروان هیڅ یو لاروی تر تا مخ ته نه درومي، او نه غواړي چې ستا ځای ونیسي. دوی ټول دې د لښکر سالاره ګڼي. که څه هم لاره اوږده ده خو منزل مالوم دی.

ملالې تا به لکه د زردشتي (زراوښ) د مذهب اور مړه کېدو ته نه پرېږدو. ستا په تنکیو ګوتو کې نیولی قلم به جنګپرستو ته د ګوتم بده د سولې پیغام رسوي. ته به د خپل ستر پیغمبر حضرت محمد ص دا لارښوونه( زدکړه په هر مسلمان نر و ښځه فرض ده) هغه ټولو میندو او پلرونو ته رسوې چې لا یې هم ماشومان له تعلیمه بې برخې دی.

چې دستار تړي هږار دي
د دستار سړي په شمار دي

ملالې ته پوهېږي هغه انساني بټۍ چې ولسي مشران په کې پخېږي او جوړېږي دومره وړوکی تنور لري چې په پېړو پېړو په کې خال خال یو داسې بشر وزېږي چې د خلکو د دردونو ټکور او د رنځ دوا وګرځي. او ته پوهېږې چې د سمندر غاړې سیپي (ګوجی) په خپل بطن کې سل کاله پس یوه ملغلره پیدا کوي.

جو دانه قدرې یو لعل په کې پیدا شي
دغه نور واړه د تورو کاڼو غر دی

XS
SM
MD
LG