د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ګوزڼ ۴ ماشومان ناروغه کړي دي




نیازموساخېل،کوټه


په بلوچستان کي د صحت محکمې چارواکیو ویلي دي،چې په ۲ پښتون مېشتو ضیلعو پښین او قلعه عبدالله کې
ګوزڼ ۴ ماشومان ناروغه کړي دي، چې دا چې په یوه وخت کې څرګند شوې تر ټولو لویه شمېره بلل کېږي.

د صحت محکمې د چارواکیو په وېنا،د دې لویه وجه د خلکو له اړخه خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو نه ورکول دي.

په بلوچستان کې د صحت محکمې سیکرټر او د صوبې د ګوزڼ څانګې د څارنې پروګرام مشر،نورالحق بلوڅ د یادو پېښو پخلی وکړ او مخته یې ووېل،چې دا د ګوزڼ ناروغې دویم قیسم دی او په لیبارټري کي یې نوره څېړنه روانه ده ٫٫دا هغه قیسم دی چې په ډېرو کمو ماشومانو کي یې موجودیت څرګندېږي او دومره عام قیسم نه دی او بل د دې مخنیوی هم ښه په آسانه توګه کېدای شي٬٬

نورالحق بلوڅ زیاته کړه،په پاکستان کې کارکوونکې د صحت نړیوالې ادارې یا ٫٫ډبلیو-اېچ-او٬٬ د دغو پېښو پخلی کړی او دوی دغه وایرس موندلی.

که څه هم د نور مُلک په شان، په بلوچستان کې هم په کال کې څو څو ځله د ګوزڼ څاڅکي ورکولو کمپېنونه چلېږي او په دغه اړه د پاکستان او نړیوالو ادارو له اړخه خورا زیاتې خرڅې کېږي، خو پر دې سربېره بیا هم د ګوزڼ نوي اغېزمن ماشومان څرګندېږي؟ د بلوچستان د صحت محکمې وزیر،عېن الله شمس په وېنا،د دې تر ټولو لویه وجه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکولو نه انکار دی ٫٫موږ په دغه اړه نور څه کولای شو؟خلک پخپله وایي،چې ماشومانو ته دي څاڅکي نه ورکول کېږي.خو اوس موږ دا سې یو پېشنیهاد وړاندي کړی چې د امنیتي ځواکونو په وسیله به کمپینونه پر مخ بیایو،تر څوک بیا انکار کولو ته زړه ښه نه کړي٬٬

عېن الله شمس چې له مذهبي ګوند،جمعیت علما اسلام سره تعلق لري، له خلکو د خواست کولو په انداز کي وایي ٫٫خلکو د زه بس دغه یوه غوښتنه کوم چې د خدای لپاره دي پر خپلو ماشومانو دي رحم وکړي٬٬

یاده دي وي،بلوچستان تر تېر کال ۲۰۱۱م پوري په ټول مُلک کې له ګوزڼه تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه وه او که څه هم سږکال ۲۰۱۲م کې وضع یو څه سمه یادېږي،خو پر یوه ځای د دغو تازه ناروغانو څرګندېدل، د صحت محکمې چارواکي یو وار بیا له ګڼو اندېښنو سره مخامخ کړي دي.

XS
SM
MD
LG