د لاسرسي ځای



شاهین بونیری

ډیره موده نه کیږي چې زموږ جرګې مرکې زموږ په ټولنیز ژوند کې د امن ضامنې وې، زموږ حجرې زموږ د زده کړو ځایونه وو، زموږ په غرونو ورشوګانو کې د شپیلۍ خوږې سندرې شورېدې او زموږ ګودرونه د ښایست د سپرلو علامتونه وو.

ډیر وخت نه کیږي ـــــــ چې موږ درد لاره، احساس مو لاره، امید او ارمان مو لاره. موږ خوبونه لیدل، او د خوبونو د رښتیا کولو هڅه مو هم کوله . د مالاکنډ د غره له سره به یو شاعر چغه وهله.

؛چې پکې ګل شي ، ستا د غونډې زنې شنه خالونه ،
هغه سپرلي ته انتظار وکړه؛

ډیر وخت نه کېږي چې قامي مشرانو به موږ له ډاډ راکولو او که د ارمان څانګه به هر څومره د ظلم زور خزانونو وهلې وه خو بیا هم دا لنډۍ به ویل کیده چې

څانګه به نن صبا کې ګل شي
ما يې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه

ډیر وخت نه کیږي ـــــ چې د باباګانو مزارونه د کلتور مرکزونه وو، که سوال به قبول شو او که نه خو دیدنونه خو به وشو. میله خو به وشوه. د مینې په دغه لاره کې هر ازغی په پوره عقیدت لکه د ګلونو د ډالۍ قبول او منظور وو.

د پیربابا لارې دې سختې
د ګلو لښتې زه پرې ستا لپاره ځمه

بیا څه وشو چې د ژوند معنا او مرام بدل شو. د ورځو شپو انداز بدل شو، پیرونه بدل شو، مخونه بدل شو، سندرې قتل شوې، د چینار غوندې ځوانۍ خاورې شوې، او ددې ګل وطن هر کلی، هر یو کور او هره دره د بارودو په لوګو کې ورکه شوه. چا د پښتو په نامه پیغور راکړ، چا د اسلام په نوم وځپلو، چا د وطن په نوم بې وطنه کړو، چا ټوپک په لاس کې راکړو او چا راته ښوونځي او پوهنځې وسوځولو.

دا عمل لا روان دی، اور لا مړ شوی نه دی ، کرکه او تربګني مې د وطن په هره لار لکه د تورې بلا ولاړه ده. خو اوس هم چې د کلي په مینځ کې د ړنګ شوي ښونځي خواته په سرو غرمو کې ماشومان سره د خپلو کتابونو په زده کړو کې بوخت ووینم نو ساه واخلم...او ډاډه شم چې زه که خیر وی تار په تار یم خو لا ورک نه یم ..

يوځلي بیا په دې لار راشه
په پخوانو پلونو دې پریوتل ګردونه

XS
SM
MD
LG