د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند دې د ترهګرۍ پر ضد سنجیده مبارزه وکړي. کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزی له هندي وزیراعظم من موهن سینګ سره
افغان ولسمشر حامد کرزی له هندي وزیراعظم من موهن سینګ سره





افغان ولسمشر حامد کرزي هندوستان ته په خپل سفر کې د بېلابېلو مسایلو په اړه د خبرو ترڅنګ له هندي چارواکو غوښتي، چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره سنجیده مبارزه وکړي او هندي پانګوال وهڅوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ولسمشر کرزي هند ته خپل څلور ورځنی سفر د تیرې شنبې په ورځ پیل کړ او نن (دوشنبه) یې د هند له وزیراعظم، ولسمشر، بهرنیو چارو له وزیر او نورو مهمو چارواکو سره ولیدل.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي له نوي ډیلي څخه مشال راډیو ته وویل، چې په دغو لیدنو کې پر دوه اړخیزو همکاریو او له ترهګرۍ سره د هند له خوا د سنجیده مبارزې پر کولو ټینګار وشو:

“افغان ولسمشر د هند له ولسمشر او وزیراعظم سره یو ځای د رسنیو مخې ته حاضر شول او رسنیو ته یې په پیغام کې د افغانستان او هند د اوږدمهالو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

هغه لیدنه چې نن سهار افغان ولسمشر د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره درلوده، د هند له حکومته وغوښتل شول، چې هند دې په سیمه کې د ترهګرۍ موضوع سجیده واخلي او په سیمه کې دې د ترهګرۍ پر ضد جدي مبارزه پیل او دوام ورکړي.”

همدارنګه ښاغلي فیضي وویل، افغان ولسمشر به د نن ورځې (دوشبنه) په اوږدوکې یو وار بیا هم د هند له ولسمشر پرناب موکرجي او وزیراعظم من موهن سنګ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سټراټیژیکو همکاریو د بیلابیلو برخو پر پراختیا لا ډیرې خبرې وکړي.

د یکشنبې په ورځ ولسمشر حامد کرزي د هند په ممبۍ ښار کې د دغه هیواد د سوداګرۍ او صنایعو د خونې (چېمبر اف کامرس) له چارواکو سره په خبرو کې هندي چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې پانګوالو ته به یې په افغانستان کې د پانګوني هرډول اسانتیاوي برابرې شي.

د افغان ولسمشر ویاند دا هم وویل، چې له ولسمشر کرزي سره تللي افغان حکومتي پلاوی به د دوشنبې په ورځ له هندي چارواکو سره څلور بیلابیل تړونونه هم لاسلیک کړي:

“ټاکل شوې د نن ورځې په اوږدو کې څلور تړونونه هم لاسلیک شي، تمه ده، چې لومړی تړون زموږ د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره لاسلیک کړي او ددې تړون له مخې دوست هیواد هند له افغانستان سره د د بیلا بیلو کوچنیو پراخیتايي پروژو لپاره د سل میلیونه ډالره مرسته کوي.

دوه تړونونه به هم زموږ د کانونو له وزیر سره د کانونو په اړه لاسلیک سي او څلورم تړون به د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره د کلتوري مسایلو او د تعلیمي سکالرشپونو (بورس) په اړه لاسلیک شي.”

هندو په سیمه کې یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کیږي، چې له افغانستان سره یې په تیرو نژدې 11 کلونو کې دوه میلیارډه ډالره مرسته کړي، افغان ځوانانو ته یې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې او په نورو مسایلو کې یې هم د افغانستان لاسنیوی کړی.



راپور: معصوم میوند- کابل

XS
SM
MD
LG