د لاسرسي ځای

تازه خبر

دپاکستان د قامي ګټو پریکړه یو کس نه شي کولی



ژباړه : هارون باچا
سرچینه:ایکسپریس ټریبیون

په ايکسپريس ټرېبيون ورځپاڼه کې (قامي ګټې څه شی دي ؟ ) تر سر ليک لاندې يوه مقاله خپره شوې ده. په مقاله کې د پاکستاني پوځ د مشر جنرال اشفاق پرويز کياني وروستۍ څرګندونې راخيستل شوي چې ويلي يې دي، هيڅ يو تن يا يوې ادارې ته د پاکستان د قامي ګټو په اړه په يوازې سر د پرېکړو کولو اختيار نه دی حاصل.


مقاله زياتوي، د نوموړي له خبرې دوه مطلبه اخيستل کېدای شي، يو دا چې د پاکستان اوسنۍ تګ لاره به په خپل ځای پاتې وي، او دوهم دا چې هغه څوک چې په دغه پاليسۍ کې د بدلون راوړلو خبره کوي، د هېواد د پاليسۍ په اړه عمومي توافق يې له پامه غورځولی دی.

د مقالې په ليکنه، د پاکستان پوځ د دې هېواد د تګ لارې په اړه پرېکړه کوي. که موږ غواړو چې دغه ماډل يا طرحه بدله کړو نو بايد ځينې خبرې په پام کې ونيسو.

يوه دا چې پوځ همېشه برلاسی پاتې شوی دی. دا که د هند پر وړاندې د يوه مضبوط قوت خبره وي او که د پاکستان د اټومي پروګرام مسئله.

په مقاله کې پوښتنه شوې چې آيا د کشمير موضوع د پاکستان د قامي ګټو لپاره مهمه ده؟ په ځواب کې يې ويل شوي چې يوازې له نورو حقيقي مسئلو څخه د پام ګرځولو لپاره دغه موضوع ژوندۍ ساتل شوې ده.

مقاله کاږي، د نړۍ په نني سياست کې د يو هېواد د بهرنۍ تګ لارې اساس اخلاقيات نه بلکې طاقت جوړوي. يو هېواد چې څومره طاقتور وي، هغه به هومره خپلواکه هم وي. د مقالې په وينا، زيات طاقتور هېواد بيا هغه وي چې د ځان پر وړاندې د بهرني فشار مخه ونيسي او په عين وخت کې بيا وړتيا ولري چې نور هېوادونه تر خپل فشار لاندې راولي. د قامي ګټو د خوندي کولو لپاره ضروري ده چې يو هېواد دغه دواړه يا ورڅخه يو صلاحيت ولري.

مقاله دغه راز وايي، د قامي ګټو لپاره دا هم ضروري ده چې يو هېواد له نورو هېوادونو سره ملګرتيا پياوړې کړي، چې دغه شان د يو دښمن هېواد له سازشونو ځان وژغوري. همداراز يو هېواد بايد د حکومتي اصلاحاتو راوړلو قابليت پيدا کړي چې وکولی شي په دغه لړ کې نړيوالو فشارونو ته ځواب ووايي.
په مقاله کې ويل شوي، د يو هېواد د پاليسۍ په اړه د دې د عام وګړي سوچ د رياستي ادارو له تبليغاتي سر چينو راټوکيږي.

په مقاله کې وړانديز شوی چې، قامي ګټې بايد د خلکو د ملت پالنې له جذبو او هيلو سره په ټکر کې نه وي، بلکې د هېواد له اقتصادي لور ليد سره تړلې وي او د تر لاسه کولو لپاره يې بايدعملي اقدام وشي.
XS
SM
MD
LG