د لاسرسي ځای

ظفر کریمي

کراچۍ - په غریبۍ چې مې شرمیږې بیا به نه راځمه
خیر دی چې ته پرې خفه کیږې بیا نه راځمه

دا سندره به ډېرو خلکو اوریدلي وي خو دا چې دا سندره چا لیکلې په اړه به لږو کسانو ته مالومات وي . ددې او ددې په څېر د یو شمیر نورو سندرو خالق صابر استاد دی .


خوا و شا ۷۰ کاله مخکې د سوات په بریکوټ سېمه پیدا شوې صابر استاد اوس د کراچۍ په یوه کارخانه کې چوکیدار دی .

هغه وایي له تېرو ۵۰ کالونو راهسې په کراچۍ کې اوسیږي ، مخکې یې په کارخانه مزدوري کوله او د شاعرۍ شورو یې هم مزدروانو ته له جلسو جلسونو څخه کړې ده .

((د شاعرۍ د شروع کولو بنیادي وجه دا وه چې زما په ذهن کې د ظلم او جبر په خلاف بغاوت موجود دی . په سوات کې هغه وخت خانېزم ډېر زیات و، د هغې خلاف به مې لیکل . بیا چې په ۱۹۵۸ کې کراچۍ ته راغلم نو دلته په میل کې مزدور شوم . دلته مې خپل ژوند او نورو مزدورانو ژوند او حالات زار کتلو نو په دې موضوعاتو مې شاعري کوله.))


صابر استاد وایي زیاتره شاعري یې د مزدرانو او مسافرو د احساساتو څرګندونه کوي . هغه زیاتوي هغه وخت یې پخپله هم یو شمېر سندرې ویلي دي او ګڼ شمېر کسیټونه یې بازار کې اوس هم شتون لري . نوموړی وایي مشهورو سندرغاړو دده یو شمېر سندرې زمزمه کړي هم دي .

((پخپله مې هم سندرې ویلي دي . ۴۰ نه زیاتې کیسټې مې کړي دي . اوس هم په بازار کې میلاویږي . سردار یوسفزي زما یو نظم [باران دی ،بیا راته رایادې شوې د ژوند زړې کیسې ] ویلی دی ، وږمې [تا لیدلې څه دي په شارجه او په اجمان کې ] او ځېنې نورې هغې ویلې دي . وحیدګل استاز ویلي دي . [ بیا به نه راځمه ] دا خو د فرزانې نه نیولې تراوسنیو ډېرو سندرغاړو د لږ ډېر رد وبدل سره ویلې ده.))

که یوې خوا ته صابر استاد ولسي شاعر دی او د هغه په شاعرۍ ولسي خلک په اسانه پوهیږي نو بلې خوا ته نوموړې د خوږ اواز څښتن هم دی ،هغه خپل یو نظم داسې وايي:

باران دی
بیا راته رایادې شوې د ژوند زړې کیسې

ارمان دی
بیا په بېرته راغلی ، هغه تللې ورځې شپې

داسې راته یاد دي چې باران به وریدو
کور زموږ د خارو ځای په ځای په څڅیدو
موږه به ورانی کاوه ،بابا به قهرېده
مور به پخولې ګرمې ګرمې پراټې
........
بیا راباندې راغللو موسم د نوبهار
یا به د سیند غاړه وه او یا د مرغو ښکار
ګرم به مجلس و، د منګي او د ستار
ارمان دی ، تېرې شولې څنګه قسما قسم زمانې
باران دی

XS
SM
MD
LG