د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سي آی اې مشر استعفا ورکړه


د امريکا د جاسوسي ادارې (CIA) مشر ډيويډ پيټریس پر واده بر سېره له یوې ښځې سره د اړیکو ساتلو له وجې استعفا ورکړي.

پيټريس د جمعې پر ورځ، په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې اړيکو درلودلو له کبله نور د سي، آيي، ای د مشر په توګه کار جاري ساتلو لپاره غوره کس نه دى.

۳۷ کاله کيږي چې پيټریس واده کړی او عراق او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قوماندې وروسته تېر کال د امريکا د استخباراتي ادارې مشر په توګه وټاکل شو.

هغه ويلي له واده بهر يې د جنسي اړيکو ساتلو فیصله ډيره کمزوري پريکړه وه.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د پيټريس استعفى منلې او د جاسوسي ادارې د مشر په توګه يې د هغه کار ستايلی. د CIA مرستيال مايکل مورل د سرپرست مشر په توګه نومول شوى دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG