د لاسرسي ځای

نن د ملالې نړیواله ورځ لمانځل کېږي


ملګري ملتونه نن د ملالې يوسفزۍ په وياړ د تعليم لپاره د عملي اقدام د نړيوالې ورځې په حيث لمانځي.

د دې ورځې د لمانځلو مقصد د هغو ماشومانو جينکو د تعليم لپاره غږ پورته کول دي چې له ښوونځيو بهر دي.

همدا راز يوه مياشت وړاندې سوات کې د طالبانو په لاس د زخمي شوي ملالې يوسفزۍ سره ژوبله شوي شازيه منظور اوس له هسپتاله ویستل شوي ده .

د ملالې ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې د نړيوالو شميرو تر مخه پاکستان کې پنځه ميلينه ماشومانو سکولونو ته نه ځي. د ننۍ ورځې لپاره د ملګرو ملتونو د تعليم استازی ګورډن براون هم اسلام اباد ته تللی.
XS
SM
MD
LG