د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سیاستدانانو پيسې بیرته واخلی. سپریم کورټ




رابعه اکرم مشال راډيو اسلام آباد

د پاکستان سپريم کورټ تيره ورځ د اصغر خان کيس تفصيلي فيصله جاري کړه چې پکې ويل شوي دي چې کال 1990کال ټولټاکنو دوران د هغه وخت صدر ، ارمي چيف او ډي جي ای ايس ای د خپلو عهدو ناجايزه استعمال کړی دی.

فيصله کې زياته کړی شويده چې استخباراتي ادارو کار د ملکي سرحدونو حفاظت کول دی او جنرال ريټايرډ اسلم بيګ او د هغه وخت ډي جي آی اېس آی اسد دراني د پوځ د بدنامۍ سبب ګرځيدلي دي . په فيصله کې دا هم ويل شويدي چې غلام اسحاق خان د صدر په توګه دایين د خلاف ورزې مرتکب شوی دی .صدر سره دا نه ښايې چې هغه د يو سياسي ډلې حمايت وکړي.

په دې فيصله کې دا هم وويل شول چې يونس حبيب څوارلس کروړه روپۍ تقسيم کولو اعتراف کړی دی او دا پيسې دې له سود سره له سياستدانانو بیرته واخیستل شي.

د دي فيصلې پحقله د قانوني چارو کار پوه بيرسټر لطيف افريدي مشال راډيو ته وويل چې تر اوسه پورې پاکستان کې دا روايت نه دی پاتي شوی چې چرته د جنرال خلاف کاروايي شوې وې او داسې ښکاري چې موجوده حکومت به هم د دې جنرالانو خلاف کاروايي ونه کړي .

،، زه دا وايمه چې خصوصا پيپلز ګوند چې دی، د دې فيصلې نه به سياسي فائده اخلي او څه کاروايي به نه کوي چې وګوري سپريم کورټ دا ويلي دي چې دغه سياستدانانو پيسې اخيستي دي نو دغه شان د خپلو مخالفو په ضد به د کمپاين يو ذريعه وګرځوي په ځای د دې چې هغه د چا خلاف کاروايي وکړي.او زما دا خيال نه دی چې حکومت د چا خلاف د کاروايي قوت او عزم لري او بل دا چې حکومت وخت هم کم دی ،نو په دغه وجه ماته نه ښکاري چې موجوده حکومت به د دې په اړه څه کاروايي وکړي ،،

بلخوا د سياسي چارو کار پوه ايمل خټک وايي چې د سياستدانانو د استخباراتي ادارو نه پيسې اخيستل د قام و ولس نه پټه خبره نه ده خو دې فيصلې نه به سياستدانان لږ محتاطه شي.

،، په قامي سياست به صرف دا اثر پريوځي چې کم از کم هغه خلک چې په ټولټاکنو کې دهوکه کوي او يا بعضي حکومتي ادارې چې په ټولټاکنو د اثر کولو کوښښ کوي نو هغوی به لږ محتاطه شي چې نن هر څه کوي نو سبا هغوی هم نيول کيدای شي قانون د هغوی خلاف هم حرکت کې راتلای شي. او په عام ولس د دې اثر ځکه نه شي پريوتلای چې په دې خبرو له ډيرې مودې راهيسې بحث کيږي او په دې کې هيڅ داسې خبره نه وه چې د خلکو نه پټه وه ،،

د يادونې وړ ده چې د پيسو تقسيمولو متعلق د دې کيس په يو سل يو څلويښت پاڼو مشتمله فيصله چيف جسټس افتخار محمد چوهدري په خپله ليکلې ده.

XS
SM
MD
LG