د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قره باغ ولسوال په يو بريد کې ټپي شو





د غزني سيمه ييز چارواکي وايي د قره باغ ولسوال انجينر زيت الله عظيمي تېر ماښام د غزني قره باغ په لاره د وسله والو طالبانو په يو کمين را ګير شوی چې له امله يې ولسوال ټپي شوی دی.

چارواکي وايي د قره باغ ولسوال له ولسوالۍ څخه کور ته را روان وو چې د قره باغ په مشکي سيمه کې ورته وار له مخه وسله وال طالبان غلي وو او ناڅاپي بريد يې ورباندې کړی دی.

د غزني د والي وياند نبي جان وايي چې په کمين کې د ولسوال تر را ګير کېدو وروسته د ولسوال د ساتونکيو او وسله وال طالبانو نښته شوې ده چې پکې ولسوال په پښه لګېدلی دی.

دی وايي ولسوال تر ټپي کېډو ورسته د قره باغ روغتون ته لېږدول شوی دی او په اړه يې تر اوسه دوی ته نور مالومات نه دي رسېدلي .

(( پر ولسوال بريد د قره باغ په مشکي سيمه کې شوی دی. هغه وخت دی له ولسوالۍ څخه ښار ته را روان وو. په بريد کې ولسوال په پښه ټپي شوی دی او اوس يې روغتيايي حالت ښه ښودل شوی دی ))

نبي ونه ويل چې په بريد کې د ولسوال ساتونکيو او وسله والو طالبانو ته هم کوم ځاني زيان اوښتی که نه.
تر اوسه پورې لا وسله والو طالبانو دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې څه موده وړاندې د غزني د اوبند ولسوال عبدالمتين خان هم په يوه چاودنه کې وژل شوی وو .

سید شاه سقیم مشال راډيو غزنی

XS
SM
MD
LG