د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د ملالې نړیواله ورځ لمانځل کېږي


احمد شاه اعظمي


پراګ - ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د نومبر لسمه نېټه به د ملالي يوسفزۍ په وياړ د عملي اقدام د نړيوالي ورځي په حيث نمانځي. د دې ورځي د نمانځلو مقصد د هغو ماشومانو نجونو د تعليم لپاره ږغ پورته کول دی چې له ښوونځيو بهر دي.

د برتانیا پخوانی وزیراعظم ګورډن براون
د برتانیا پخوانی وزیراعظم ګورډن براون
د نړيوالو زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د بريتانيې پخواني وزيراعظم ګورډن براون په داسي حال کې د ملالي په وياړ د عملي اقدام د نړيوالي ورځي اعلان وکړ چې يوه مياشت وړاندي په پاکستان کې پر ملاله يوسفزۍ وسله والو طالبانو بريد وکړی او نوموړې يې سخته ژوبل کړل چې دا وخت د بريتانيې په برمنګم ښار کې تر درملني لاندي ده.

د نومبر د لسمي ورځي د نمانځلو مقصد د هغو ماشومانو نجونو د تعليم لپاره ږغ پورته کول دی چې له ښوونځيو بهر دي. ګورډن براون پر دې مهال پر خلکو ږغ کړی چې د ملالي د ورځي نمانځلو په وياړ دې د نړۍ د هغو ۳۲ مليونه نجونو مرسته وکړي چې ښوونځيو ته د تلو حق نه لري. نوموړی د دې ورځې د نمانځلو لپاره د جمعې په ورځ پاکستان ته ورسېدی او په اسلام آباد کې يې د دغه هيواد له ولسمشر سره په يوه دستور کې د ګډون پر مهال د هغه غوښتنليک په اړه وينا وکړه چې ولسمشر زرداري ته يې د دې لپاره وسپاری چې په پاکستان کې دي د هر جنس د ماشومانو لپاره تعليم عام کړل شي. نوموړي پر دې مهال وويل:


((ما نن دلته د نړيوالي ټولنې لخوا ستاسو د زړورې ماشومې ملالي يوسفزي د ملاتړ لپاره هغه غوښتنليک راوړی دی چې د نړۍ تر لس لکه زياتو کسانو لاسليک کړی دی. په پاکستان کې اوس هم د ملالې په څېر تکړه او زړور کسان شته چې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي. زه تاسو ته باور درکوم چې ټوله نړۍ له تاسو سره ولاړه ده او يوه ماشومه به هم د ويري له کبله له سکوله نه پاتې کيږي.))

د ادریس کمال په مشری امن تحریک لاریون
د ادریس کمال په مشری امن تحریک لاریون

يو خوا ته که ملګرو ملتونو لسم نومبر د ملالې په وياړ د عملي اقدام د مبارزې نړيواله ورځ ونومول نو بلخوا په پېښور کې هم د پښتونخوا د مدني ټولنو او ځينو نورو غېر دولتي سازمانو لخوا غونډې تر سره کيږي. دا چې د ملالې په نامه به د لسم نومبر ورځ نمانځل په ټولنه کې څه بدلون راولي؟ په پېښور کې د امن تحريک مشر او د پښتونخوا سول سوسايټي نېټورک غړی ادريس کمال وايي، د دې ورځې په نمانځلو سره به يو خوا ته په خلکو کې د سخت دريځۍ د مخنيوي شعور بيداره شي او بلخوا به تعليم ته په پاملرنه کولو سره په خپله سيمه کې خوشاله او سوکاله ژوند پر مخ بوځي.

((ملاله د يو تعليم يافته معاشرې له پاره جدوجهد کوي او د هغې په دې وړوکي عمر کې دا غوښتنه ده چې که خلک تعليم يافته شول او د علم په رڼا روښانه شو نو اميد دی چې د دې ترهګرۍ او د دې حالاتو چې خلک نن سبا ورسره مخاخ دي مخنيوی وشي. دویمه خبره دا ده چې د دغه ځای (پښتونخوا په شمول د قبايلي سيمو) خلک په بهر ملکونو کې مزدورياني کوي خو که چيري دا معاشره تعليم يافته شوه نو خلک د ځان لپاره د کار او روزګار وسيلې پيدا کولای شي او خپل ژوند ښه کولای شي. بهر ملکونو چې څه ترقي کړې ده، نو هغوی مادي کمه او د تعليم له لارې يې زياته کړې ده. دا هم د ملالي خوب دی او هم د دې وطن د ټولو باشعوره خلکو خوب دی چې هغه غواړي چې په دې وطن کې خوشالي او سوکالي راشي.))

شادبېګم
شادبېګم

پاکستان يو له هغو هيوادونو څخه دی چې اوس هم يو شمېر ماشومانې نجونې له تعليمه بې برخې دي چې لويه وجه يې سخت دريځي او ترهګري ده.

په همدې خاطر ملالي په ټولنه کې د نجونو د تعليم لپاره ږغ پورته کړی وو. دا چې د نجلۍ تعليم څومره ارزښت لري او پر ټولنه څه ډول مثبت اغيزې لرلای شي؟ په پېښور کې د ښځو د حقونو مبارزه شاد بېګم وايي، تعليم تر لاسه کول د هلک سره سره پر نجلۍ هم فرض دی چې دا ډول دوی پر خپلو پښو ودريږي او خپل مشکلات پخپله حل کړای شي.

((که موږ مذهب ته وګورو نو مذهب موږ ته راښیي چې د هلک او جينکۍ په تعليم کې هيڅ فرق نشته بلکې پر دواړو باندي فرض دی او دا ځکه فرض دی چې زموږ د نن سبا چې کوم مسايل او د ژوند کومې پيښې دي نو د دې د مقابلې لپاره هلک او جينکۍ دواړو ته پکار ده چې په دوی کې هغه صلاحيت موجود وي چې د مسايلو او د هغوی د اثراتو مخنيوی وکړي او پخپله په ځان کې صلاحيت پيدا کړي. دا صلاحيت په جينکو کې د تعليم له وجې پيدا کيږي. نن د سبا په دور کې تعليم ډېر ضروري دی خو د جينکو لپاره ډېر لازمي دی ځکه چې د تعليم په وجې هغوی ته تحفظ ملاويږي، هغوی پر خپلو پښو دريږي او د خپلو مشکلاتو د حل لپاره پخپله کردار ادا کولای شي.))

د ملالي په ملاتړ کې د نړيوالي ټولنې لخوا په هغه غوښتنليک کې چې د څه باندي يو لک کسانو لخوا لاسليک شوی، دا هم ليکل شوي چې په ۲۰۱۵م کال کې بايد يکي يو ماشوم هم له ښوونځي بهر بې تعليمه پاتې نشي.

XS
SM
MD
LG