د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ملاله یوسفزۍ دې د نوبل امن جایزې نومانده شي"


ملاله یوسفزۍ د برتانییا کوین الیزبت روغتون برمنګم کې تر درملنې لاندې ده
ملاله یوسفزۍ د برتانییا کوین الیزبت روغتون برمنګم کې تر درملنې لاندې ده




په لسګونه زره بريتانويانو له خپله حکومته غوښتنه کړې چې ملاله يوسفزۍ دې د سولي نوبل جايزې لپاره نومانده کړي. د دوی په وينا ملالې نه يوازي د خپل عمر د نجونو لپاره ږغ پورته کړی بلکې د هغو ټولو نجونو خبره يې کړې ده چې له تعليمه بې برخې پاتې کيږي.

رويټرز خبري اژانس ليکي، د سولې نوبل جايزې لپاره د ملالې يوسفزۍ د نوماندېدو غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې نوموړې پوره يوه مياشت وړاندي په پاکستان کې د وسله والو طالبانو لخوا وويشتل شول. ملاله، چې دا وخت د بريتانيیا د په کوین الیزبت روغتون برمنګم کې تر درملني لاندي ده، په واز کومي د نجونو د تعليم لپاره ږغ پورته کړی و. پر ملالي بريد په نړيواله کچه وغندل شو او نوموړې د طالبانو د هغو هڅو په وړاندې د مقاومت يو سمبول وګرځول شوله چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د جمعې په ورځ د پاکستاني توکمه بريتانوي مېرمنو په مشرۍ کې کمپاين چلوونکو له وزيراعظم ډېوډ کېمرون او نورو لوړ پوړو بريتانوي چارواکو غوښتنه وکړه چې ملاله دې د سولي نوبل جايزې ته نومانده کړي. د کمپاين مشرې شاهده چودري په يو بيان کې ويلي دي،

((ملاله نه يوازي د ماشومانو نجونو استازيتوب کوي بلکې هغې د هغو ټولو ښځو لپاره ږغ پورته کړی چې له تعليمه بې برخې پاتې کيږي.))

په دې لړ کې د ښځو د حقونو لپاره تر دېرش زره زياتو مبارزه کونکو پر دغه غوښتنې لاسليکونه کړي دي. تر دې وړاندي د ملالې لپاره په کاناډا، فرانس او سپېن کې هم ورته کمپاينونه چلېدلي دي. د نوبل جايزې د کمېټۍ له قوانينو سره سم يوازي څرګند او وتلي څهرې لکه د پارليمان غړي يا حکومتونه د يو چا د نوماندۍ سپارښتنه کولای شي.

د سولې د نوبل جايزې لپاره د ملالي د نوماندۍ خبره په داسي حال کې کيږي د شنبې په ورځ (د نومبر لسمه نېټه) د ملالې ځانګړې ورځ نمانځل کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG