د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د دوو سترو ادارو ترمنځ نوې کشاله





په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې لیکل شوي، د ګل په ورځ هاغه وخت د پاکستان د لوړ رتبه پوځي جرنیلانو او ججانو تر مینځ سیوا کیدونکې کشالې څرګندی شوې، کله چې د پوځ مشر او چیف جسټس سخت بیانونه ورکړل.

ورځپاڼه لیکي له دغه بیانونو سره د دواړو تر مینځ اختلافات ښکاره شول. او زیاتوي اول د پوځ مشر جنرل اشفاق پرویز کیاني بیان ورکړ چې په سپریم کورټ د تنقید په مانا واخیستل شو.دا په داسې حال کې ده چې په دا ورستیو کې سپریم کورټ په پوځ نیوکې کړي چې د اوږدې مودی راهیسې په ولسي چارو کې مداخلت کوي.

جنرل کیاني وویل چې هیواد یې له یوه مهم پړاؤ نه تیریږي او خبرداری یې ورکړ چې که چیرې د واکمنو ادارو تر مینځ همغږي نه وي نو منفي اثرات یې مخې ته راتللی شي. نوموړي د پنډۍ په پوځي مرکز کې پوځي چارواکو ته په خبرو کې وویل هیڅ یوه اداره او فرد په یواځې دا طاقت نه لري چې فیصله وکړي د قامي ګټو لپاره څه سم دي او څه غلط.

ورځپاڼه ليکي څو ګنټو وروسته بیا چیف جسټس افتخار محمد چوهدري بیوروکریټانو ته خبری وکړې چې داسې ښکاریدل د کیاني د نیوکو په جواب کی یی دا خبری وکړې. هغه وویل چې د عدالت واک په آیین کې محفوظ دې. او اوس هاغه وخت تللی چې د میزایلونو او ټینکونو د شمېر سره به دا کتل کیدل چې د هیواد استحکام او امنیت څنګه دې. ورځپاڼه ليکي د نوموړي اشاره په بلواسطه ډول پوځ ته وه چې د هیوا په 65 کلن تاریخ کې په واک کې زیات پاتی شوی.

نیویارک ټایمز د کارپوهانو د خولی ليکي داسې نه ښکاري چې د دې اختلافاتو سره به نیغ په نیغه پوځي کودتاه ته لاره برابره شي خو په داسې حال کې چې په راتلونکي پسرلې کې انتخابات کیږي، له دې سره د هیواد ځواک لرونکو لپاره حالاتو یو نوی رخ خپل کړی.

ورځپاڼه ليکي داسې ښکاري چې د پوځي لوړ پوړو ریټایر شویو چارواکو خلاف له اوږدې مودې راهیسې روان یو کیس له امله دغه کشالې مخې ته راغلي. چې تېره میاشت سپریم کورټ حکومت ته حکم ورکړ د پوځ او استخباراتي ادارو پخواني مشرانو خلاف دې عدالتي کاروایی پرانیزي چې د 1990مو په موده کې په الیکشن کې د درغلیو په کیس کې تورن دي.

ورځپاڼه ليکي دا وخت لږ تر لږه نهه ریټایر شوي جرنیلان په بیلا بیلو کیسونو کې د عدالتي کاروایی سره مخامخ دي. عدالت د لا درکه شویو کسانو کیس په لړ کې هم په پوځي استخباراتي ادارو فشار راؤړې. چې د بلوچستان صوبه پکې خاص یادیږي.

د ورځپاڼې په خبره د ګل په ورځ د کیاني د خبرو نه داسې ښکاریدله چې په سیاست کې د مداخلت کولو لپاره د ریټایر شویو تورنو پوځي جرنیلانو ملاتړ کې یې خبرې کولې.

XS
SM
MD
LG