د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا ٣٥١ استادان د خپلو نوکریو مستقل کېدل غواړي






د خيبر پښتونخوا ګورنر بيرسټر مسعود کوثر د تيرې شروع په ورځ په کرمه ايجنسۍ کې د فاټا ٣٥١ لنډمهالو ( ايډهاک) ليکچررانو د وظيفو په موده کې د يو کال اضافې منظوري ورکړه بلخوا د فاټا موقتي ليکچرران د حکومت دا ګام ښه بولې او وايي چې د دوی نوکریانې دې پخې یا مستقلې دي هم کړي.

د کال ٢٠١١ ستمبر او اکتوبر په مياشتو کې حکومت ١٤٦ زنانه او ٢٠٥ نارينه د يو کال لپاره په ٧ واړه ايجنسو او ٦ ايف آرز کې ايډهاک ليکچرران مقرر کړل خو د روان کال په ستمبر مياشت دې ايډهاک ليکچررانو مشال ريډيو سره په خبرو کې وويلي و چې د وظيفي موده يي په پورا کيدو ده نو حکومت له پکار دي چې نه صرف په موده کې دي ورله اضافه وکړي بلکې مستقل دي هم کړي.

د فاټا موقتي استادانو ( ايډهاک ليکچرز) صدر امجد جهانګير مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې ((موږ د خيبر پښتونخوا ګورنر بيرسټر مسعود کوثر شکرګزاره يو چې زموږ د وظيفو په موده کې د يو کال اضافه وکړه اوس فاټا سيکرټريټ ته پکار ده چې یاداښت (نوټيفيکيشن) دې هم جاري کړي او چې د کومو ليکچررانو د تيرو دوه مياشتو راهسي تنخواګانې ايساري دي نو هغه دط هم ورته ورکړل شي.))

د فاټا سيکرټريټ د تعليم څانګې د شميري لتر مخه په فاټا کې د هلکانو د تعليم شرح ١٧ فيصده او جينکو د تعليم شرح ٣ فيصده ده امجد جهانګير وايي، که حکومت په قبايلي سيمو کې د تعليم په شرح کې اضافه کول غواړي نو لنډمهالي استادان ( ايډهاک ليکچرران) دې مستقل کړي بلکې په سيمو کې د استادانو په خالي چوکو دې هم په پوري توګه برتيانې وکړي.

د خيبر ايجنسي سره تعلق لرونکى طاهره بي بي چې د کالج موقتي استاده (ايډهاک ليکچرره) هم ده وايي، چې (( په فاټا کې د جينکو د تعليم شرح د مخکې نه ډيره کمه ده اود دې يوه غټه وجه دا هم ده چې په سيمه کې د زنانو استاذانو شميره ډيره کمه ده حکومت ته پکار ده چې موږ دي مستقل کړي چې خپلې دندې په ښه شان ترسره کړو.))

کله چې مشال ريډيو په فاټا سيکرټريټ کې د تعليم د څانګي ډائريکټر عبدالمنان نه د ايډهاک ليکچررانو د مستقل کولو په اړه تپوس وکړو نو نوموړي د خپل دفتري مصروفياتو لوجې د څه وويلو نه ډډه وکړه.

بلخوا د سيفران وفاقي وزير انجنيئر شوکت الله مشال ريډيو ته وويل چې ((موږ مخکې هم د ايډهاک ليکچررانو مسئلي هواري کړې دي دا استادان دې د یو پلاوي په صورت کې راشي نو مسئله به ورته په ښه شان هواره کړو))

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

XS
SM
MD
LG