د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي د پښتونخوا په پېښور کې برید دوی کړی


د اکتوبر پر ۱۵ هم پر پېښور پولیسو د اورپکو طالبانو په برید کې ګڼه مرګ ژوبله اوښې وه
د اکتوبر پر ۱۵ هم پر پېښور پولیسو د اورپکو طالبانو په برید کې ګڼه مرګ ژوبله اوښې وه

د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په قصه خوانۍ بازار کې په ظاهره له یوه ځانمرګي بمي بریده د پوليس اېس پي انوېسټيګېشن هلال حيدر په ګډون پنځه تنه وژل شوي او تر دېرشو زيات ژوبل دي.

برید په سيمه کې به ځايي تاڼې سره د پولیس پر یو ګاړي وشو چې په ترڅ کې يې د پوليسو سربېره ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله واړوله.


د پوليس چارواکو په وينا دغه يو ځانمرکی بريد و. مړي او ژوبل کسان لېډي ريډنګ هسپتال پېښور ته رسول کيږي.

د دې برید پړه وسله طالبانو منلې.

XS
SM
MD
LG