د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان علماء کرزي ته د ځورولو شکایت وکړ


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی




د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو په باب د مشورتي غونډو په لړ کې له دیني عالمانو او د جوماتونو له ملا امامانو سره وکتل.

دیني عالمانو ولسمشر کرزي ته وویل، کله چې دوی خپل نظر او فکر بیانوي نو په بېلابېلو طریقو ځورول کېږي.

دوی له سیمه ییزو پولیسو او ملېشو سره مخالفت وښود او وړاندیز یې وکړ چې پر دغو ځواکونو مصرفېدونکي پیسې دې د ملي پولیسو او ملي اردو پر تجهیزاتو ولګول شي.

دیني عالمانو د سولې او ثبات لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د بدلون ملاتړ وکړ. او له توقیف ځایونو او زندانانو څخه یې د بندي شویو دیني عالمانو د دوسیو د څېړولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان ولسمشر تر دې مخکې د پوهنتونونو له استادانو، خبريالانو او د سیاسي چارو له کارپوهانو سره هم دې ته ورته مشورتې غونډې کړي دي.

XS
SM
MD
LG