د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتياوال خپل سړک په اشر جوړوي





د پکتيا مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي ګڼ اوسېدونکي سره ټول شوي او د دولت د نه پاملرنې په وجه د ګردېز او غزني ترمنځ غځېدلی لوی سړک د دوئ په خبره تر يو ځايه په کليوالي چنده او اشر جوړوي او وايي چې په دې سړک پراته کلي به دې ته وهڅوي چې له دوئ سره په اشر کې برخه واخلي.
د پکتيا مرکز ګردېزاو غزني ترمنځ غځېدلی 42.28 کيلو متره دا سړک چې د جوړېدو چارې يې دوه کاله وړاندې په رسمي ډول پيل شوې له پيله تر اوسه د فوايد عامې رياست د چارواکو په خبره د نامعلومو دلايلو پر اساس په ټپه ولاړ دي.

خلک وايي دګردېز-غزني ترمنځ غځېدلی سړک يې د جوړېدو په موخه ولايتي ادارې تخريب کړی او سړک ته نږدې کورونه ،باغونه او کروندې يې د پراخېدو په موخه له منځه وړل شوې،خولا هم د دې سړک د جوړېدو چارې نه دي پيل شوې.

د سيمې اوسېدونکي او د اشر ګډونوال وايي چې په تېرو دوو کلونو کې يې په وارونو، وارونو د ټولو دولتي او غيرې دولتي ادارو دروازې ټکولې خو چا يې ستونزو ته پام نه دی کړی.

دوئ وويل مجبور شوي چې د قومي پرېکړو پر اساس خپل سړک د ګردېز او غزني ترمنځ ساحو کې چې دولت يې پلونه، پلچکونه د جوړېدو په موخه تخريب کړي، په قومي او کليوالي اشر ورغوي : (( زموږ کورنه، باغونه د کر مځکې ټول يې ړنګ کړل، موږ خپله ورته ړنګ کړل چې جوړوي يې تر اوسه مو په دې لارې کې څوک نه دي ليدلي چې کار يې کړې وی،خپله ټول کليوال سره ټول شول چې اشر وکړي او په خپله خپل سړک جوړ کړي له دولت نه مو زياتي تمه پاتې نه ده.))

(( په دې سړک کې مرګونه کيږي په کندو کې موټر د شپې او ورځې خښيږي د ويالو اوبه په سړک روانې وي، دولت خراب که جوړ يې نه که، موږ څو وارې ټولو ته ورغلو،پي ارټي ته،ولايت ته، فوايدعامې ته او ټولو ته ورغلو، يو وايي چې زموږ کار نه دی بل وايي زموږ کار نه دی موږ مجبور شو، بس د خدای په هيله مو دا اشر شروع کړ))

(( د دې سړک په کندو کې موټرې چپه کيږي خلک په عذاب دي اتيا نوي کسه ورته راووتو بس پکې لګيا به يو، دولت خو يې د هوارولو له پاره هم پيسې نه لري موږ چندې کوو او جوړو يې او نورو خلکو ته به هم وايو خپل سړکونه په اشر جوړ کړي او د دولت په تمه نه شي او موږ به انشاالله د ګردېز او غزني ترمنځ غځېدلی دا سړک په چنده جوړو)).

د اشر ګڼ شمېر ګډونوال دا هم وايي چې دوئ به خپل دې کار ته پراختيا ورکوي او د ګردېزـ غزني ترمنځ غځېدلې لويې لارې پر سر د کليو اوسېدونکي به هڅوي چې خپل سړک په خپله ورغوي او د دوئ په خبره چې د داسې دولت په تمه پاتې نه شي چې ورته د کار کولو توان ونه لري.

موږ له پرلپسې هڅو سره،سره په دې بريالي نه شو چې د خلکو شکايتونو،ستونزو او د روان اشر په اړه د ولايتي ادارې د چارواکو نظر هم ترلاسه کړو، خو د ګردېز او غزني ترمنځ غځېدلې لويې لارې د چارو پرانيستې پرمهال د سيمې چارواکو او سړک قرارداديانو ويلي و چې د دې سړک د پخېدو چارې به په نږدې يو نيم کال کې د ۳۵ ميلونه امريکايي ډالرو په لګښت د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (يو اس ای ډ‌ي) په مالي مرسته جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شي خو د دوکلونو په تېرېدو د پروژې چارې لا هم په ټپه ولاړې او خلک د خراب سړک له وجې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
راپور-داود تپان-پکتيا

XS
SM
MD
LG