د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان وګړو پر وژونکي تورن امريکايي پوځي مقدمه





هغه امریکايي سرتیری چې په کندهار کې په ډله يیزه توګه د ۱۶ عام وګړو په وژنه تورن دی، نن به یو پوځي عدالت ته وړاندي کيږي.

پر رابرټ بېلز تور دی چې د مارچ د میاشتې د یوولسمې نیټې سهار وختي یې په پنجوايي کې له خپل پوځي مرکزه له وسلې سره وتلی وو او نژدې په دوو کلیو کې یې پر عامو وګړو ډزې کړي چې ۱۶ کسان یې وژلي ول .

له دې ۱۶ کسانو څخه نهه تنه یې ماشومان او یولس تنه یې د یوې کورنۍ غړي و . دا وژنه د ویتنام له جګړې را وروسته او د عراق او افغانستان په جګړو کې د یوه امریکايي سرتیري له خوا تر ټولو ستر جرم بلل شوی دی .

نهه دیرش کلن بیلز د ۱۶ کسانو په ډله ییزه وژنه ، د شپږو نورو د وژنې په هڅې، برید او د دندې پر مهال د شرابو په څښلو تورن دی .

که چیرې په دې امریکايي سرتیري لګیدلي تورونه ثابت شي نو د مرګ له سزا سره مخامېدای شي
XS
SM
MD
LG