د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونو پر حقاني شبکه بندیزونه ولګول


 امریکا په سیپټېمبر میاشت د حقاني شبکه یوه ترهګره ډله وګرځوله.
امریکا په سیپټېمبر میاشت د حقاني شبکه یوه ترهګره ډله وګرځوله.




د طالبانو پر فعالیتونو د بندیزونو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې کمیټې ، پرون (دوشنبه) د حقاني شبکه د ملګرو ملتونو په تور لیسټ کې شامله کړه .


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سوزان رایس پرون (دوشنبه) څرګنده کړه چې د امنیت شورا دې کمیټې د قاري ذاکر په نوم د حقاني شبکې یو قوماندان په ځانګړي ډول په تور لیسټ کې شامل کړی دی.

د رویټرز په حواله ، قاري ذاکر د حقاني شبکې له لوري د لویو حملو په منظمولو او ترسره کولو کې په لاس درلودو تورن دی.


د امریکا سفیرې سوزان رایس وویل : دا اقدام به د ملګرو ملتو د سازمان ټول غړي دیته اړ کړي چې د قاري ذاکر او د ټولې حقاني شبکې پانګه کنګل کړي او د سفر بندیز پرې ولګوي .

د رویټرز خبري اژآنس په حواله ، د طالبانو د بندیزونو په لیسټ کې د نویو نومونو شاملولو لپاره د اکثریت رایې اخیستلو ته اړتیا ده نو داسې اقدام هر وخت نه شي ترسره کیدلای .

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډیپلوماټانو ویلي، دا مسله ځکه ډيره مهمه وه چې پاکستان د ۲۰۱۳ کال تر پایه د دې شورا د پینځلسو غړو له جملې دی او د دې اقدام په وړاندې نه دی دریدلی .

د ملګرو ملتونو په تور لیسټ کې اوس ۱۳۱ کسان چې په هغوی کې قاري ذکریا هم دی، او دری شبکې چې یوه یې د حقاني ډله ده شامل دي.

د امریکا متحدو ایالاتو د سیپټېمبر په میاشت د حقاني شبکه یوه ترهګره ډله وګرځوله.


د حقاني ډلې یو شمیر قوماندانانو هغه مهال ویلي ول، له دې ګامه څرګندېږي چې امریکا په افغانستان کې د سولې لپاره په هڅو کې ریښتینې نه ده .

امریکايي چارواکو له ډیرې مودې راهیسې پر پاکستان هم تور لګولی چې د حقاني شبکې ملاتړ کوي خو اسلام اباد تل دا ادعاوې رد کړې دي.

د حقاني شبکه چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي، او په دې هېواد کې پر غربي اهدافو د لویو حملو په ترسره کولو کې په لاس درلودو تورنه دی.

په ملګرو ملتو کې د امریکا استازې سوزان رایس په وینا، دا په افغانستان کې د خطرناکو حملو څخه د حقاني د شبکې لاس لنډولو لپاره د نړیوالوتعهد څرګندوي.

میرمن رایس وویل : دا د هغو کسانو پر ضد چې په افغانستان کې سولې ته ګواښ مخامخوي، د بندیزونو لګولو لپاره د ملګرومتلونو د امنیت شورا ژمنتیا څرګندوي.

رویټرز اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پرون (دوشنبه) د قاري ذاکر نوم د (په ځانګړي ډول په نښه شویو) تروریستانو په لیسټ کې شامل کړ .

پدې ډول به یې پانګه ، که چیرې په امریکا کې وي، کنګلېیږي او له امریکا سره د هر ډول معاملې څخه منع دی .

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت علامیه وايي چې قاري ذاکر د ځانمرګو حملو په تنظیمولو ، د وسله والو په روزنه او د درنو وسلو او چاودیدونکو موادو د کارولو په چارو کې مهارت لري.

اعلامیه وايي چې په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر اډه ، په ۲۰۱۱ کال کې په کابل کې پر انټرکانټنېټل هوټل او په کابل کې د امریکا پر سفارت په وسله والو حملو کې هغو وسله والو برخه درلوده چې قاري ذاکر روزلي او ټاکلي ول.


د افغانستان حکومت د دې اقدام هرکلی کړی دی.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سیاه مک هروي د فرانسې اژآنس ته ویلي :”سره له دې چې ناوخته دی خو موږ او زموږ حکومت د سیمې او نړۍ په کچه د لازم فشارونو په هیله یوچې ترهګرې شبکې له منځه ولاړې شي. “

وسله والو طالبانو د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا دا اوسني بندیزونه رد کړي دي او د هغوی یوه ویاند د فرانسې اژانس ته ویلي دي چې داسې اقدامات د دوی پر فعالیتونو اغیز نه شي کولای.

XS
SM
MD
LG