د لاسرسي ځای

"د پاکستان سپریم کورټ او پوځ یو بل ته مخامخ شو"





د پاکستان چيف جسټس افتخار محمد چودهري ويلي دي هغه وخت لاړ چې د هيواد د استحکام تعين به د ټانکونو او مېزايلونو له لارې کېدی. نوموړي زياتوي چې د هيواد ټولي ادارې تر قانون لاندي بايد کار وکړي او هيچا ته به اجازه ورنه کړي چې قانون په لاس کې واخلي. نوموړي دا خبرې د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې په نېشنل منېجنټ کالج کې تر هغه وروسته وکړې چې د هيواد د پوځ مشر جنرل اشفاق پروېز کياني د هغو هڅو خلاف خبرداری ورکړی و چې د هغه په وينا له کبله يې د پوځ سپکاوی کيږي. د کياني دا بيان د هيواد سپريم کورټ ته يوه پټه ننګونه ګرځول کيږي ځکه چيف جسټس تېره مياشت امر کړی و چې پوځ دي په سياست کې لاس وهنه بنده کړي.

په همدې هکله د مشال راډيو خبريال احمد شاه اعظمي په پېښور کې د سياسي او دفاعي چارو له کارپوه ډاکټر اعجاز خان سره خبرې کړي او په لومړي سر کې يې ترې پوښتلي چې آيا د چيف جسټس له بيان څخه دا تاثر اخستل کېدای شي چې عدليه به اوس په ريښينې توګه د جمهوريت د ټينګښت لپاره د پوځ مخې ته ودريږي؟ ډاکټر اعجاز يې په ځواب کې وايي:


خو د چیف جسټس تر څرګندونو وړاندې د پاکستاني پوځ مشر جنرال اشفاق پرويز کياني ویلي چې د پوځ پر اوږو يوه مهمه زمه واري پرته ده او پکار ده چې له تير وخته سبق واخیستل شي او سترګې د یوه ښه راتلونکې پر لور واړول شي.

د پوځ مطبوعاتو څانګې آی ايس پي آر یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دا څرګندونې د تير ګل په ماښام د پنډۍ په لوی پوځي مرکز کې پوځي افسرانو ته په خپله وينا کې کولې.

چيف جسټس بيان داسې دى} لکه پر اور تيل اچول{ چې وايي،” هغه وخت ولاړ چې د پاکستان استحکام به د ميزايلو يا ټينکونو په ذريعه کيدلو“

د سياسي چارو کار پوهه سجاد نصير


د پاکستان پوځي مشر ویلي،” موږ ټول په دې سلا يو چې دملکي ادارو مظبوطي، د قانون عملداري او ټولو ادارو ته د ايين په دايره کې دننه کار کول د يو ښه او روڼ سباون ضمانت دي. “

خبرپاڼه د لوی درستیز ( آرمي چيف) له خولې زياتوي، ”په تير وختونو کې موږ ټولو غلطۍ کړيدي خو ښه به دا وي چې موږ ټولې فيصلې په قانون پريږدو،او موږ ټول د قانون عملداري غواړو نو د دې لپاره موږ ته بنيادي اصول نه دي هيرول پکارچې يو ملزم هغه وخت مجرم وګرځول شي چې په هغه جرم ثابت شي. او موږ هيچا ته هم دا حق نه دی حاصل چې له خپل ځانه يو تن هغه که پوځي وي یا ملکي وي مجرم وګرځو او بيا د هغه په ذريعه ټوله اداره تورنه کړو. “

د مشال راډيو له خبریال سراج ظهیر سره په خبرو کې د لوی درستیز (آرمي چيف (د دې بيان په باب د سياسي چارو کار پوهه سجاد نصير وویل،

” که موږ وګورو نو له ډيرې مودې راهيسې په پوځ کې داسې پيښې شوې او بيا په تېره د ايبټ آباد له پيښې وروسته په پوځ ډيرې ګوتې پورته شوې او لا هم پورته کېږي. او ان تر دې چې په سپريم کورټ کې د اصغرخان د مقدمې د پريکړې وروستو چې په کې پوځي جرنيلان تورن شو نو په ولسي کچه او نورو فورمونو باندې په پوځ ډير تنقيدونه وشولو او لا هم روان دي.

نو په دې سره په ولس کې د پوځ د کردار په وجه د دوی د قدر کچه ټيټ کيدۀ نو د پوځ سرلښکر دا بيان ورکړو او دا بيان په خاص توګه د عدالت لپاره وو چې دوی دې د يو څو جرنيلانو په وجه ټول پوځ نه بدناموي او صورتحال ډير کړکيچن کيدلو نو اشفاق پرويز کياني ځکه دا بيان جاري کړو. “

سجاد نصير زياته کړه چې بلخوا د چيف جسټس بيان داسې دى} لکه پر اور تيل اچول{ چې وايي،” هغه وخت ولاړ چې د پاکستان استحکام به د ميزايلو يا ټينکونو په ذريعه کيدلو“ نو دا وخت دواړه ادارې يو بل ته داسې ځوابونه ورکوي لکه ترمنځ چې یې ټکر راغلی دی او له دې وجې به حالات نور هم کړکيچن شي.

XS
SM
MD
LG