د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې ولسمشریزه ټاکنې ځنګه کېږي




فرخنده وزیر مشال راډيو


د نومبر پر ۶ مه نېټه د امریکا ولسمشریزه انتخابات دی . د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې دا ټاکنې هر څلور کاله پس ترسره کېږي چې ورته ولاړ کاندید باید ۳۵ کاله عمر ولري، د دغه هیواد اوسیدونکی وي، او په امریکا کې يي لږ تر لږه څوارلس کاله ژوند کړی وي. یو کس په دریم ځل د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره نه شي ودریدلای.

دا چې سیاسي ګوندونه به څنګ د خپل صدارتي کانډیډ انتخاب کوي. دا د هر سیاسي ګوند خوښه وي، ځینې سیاسي ګوندونه د خلکو رایو ته ګوري، او خپل کاڼدیډان په بنیادي انتخاباتو کې ټاکې، چې د دوی کوم غړی به د ولسمشر او مرستیال ولسمشر په توګه کار کوي. او ځینې بیا په یو ګوند کې د هغه د کار او قابلیت له وجې رامخکې کړل شي، او دغه ګوند يي خپل صدارتي کانډیډ وټاکي. او بیا داسې هم کیږي، چې یو صدارتي کانډیډ کولی شي، په خپله خوښه په خپل ګوند کې مرستیال صدارتي کانډیډ په خپله وټاکي.

انتخابات د ولسمشر او مرستیال ولسمشر لپاره یو ځای کیږي، په یو ټکټ خلک خپل ولسمشر او په یو بل مرستیال ولسمشر ټاکي. د امریکا صدارتي انتخابات په الیکټورل کالج د نورو هیوادونو د انتخاباتو نه جدا دي. الیکټورل کالج چې د امریکا په ۵۰ ریاستونو او په پلازمېنه یا دارلخلافه واشنګټن ډي سي یا ډسټریکټ اف کولمبیا مشتمل وي، یعنې ټول په ۵۱ ځایونو کې ووټونه کیږي. خلک د الیکټورل کالج غړي منتخبوي، او په لیکپاڼو یا چټیو د هغوي نومونه نه وي لیکل شوې، خو هر کس د خپلې خوښې د ولسمشر او مرستیال ولسمشر کانډیډ ته ووټ اچوي. د هر ریاست د الیکټورل کالج د غړو شمیر د دغه ریاست د سینیټرانو او د ایوان نمایندګان د غړو هومره وي، د هر ریاست نه دوه سینیټران منتخبیږی، داشان د امریکا د سینیټرانو شمیره سل وي، او د قامي اسمبلۍ چې په امریکا کې ورته ایوان نمایندګان یا House of Representatives وايي شمیره یی ۴۳۵ وي او دا د هر ریاست لپاره د هغه ریاست د ابادۍ په لحاظ وي. واشنګټن ډي سي چې د امریکا پلازمېنه ده او یو ریاست نه دی، په موجوده وخت کې په الیکټورل کالج کې درې غړی لري.

دا شان کله چې خلک د الیکټورل کالج غړي منتخب کړي نو دوی به د امریکا ولسمشر او مرستیال ولسمشر منتخبوي. د الیکټورل کالج هر غړی یو ووټ اچوي، دغې عمل ته الیکټورل ووټونه وایي. د هر ریاست الیکټورل کالج به د یو کانډیډ انتخاب کوي، او اکثره داسې هم وي، چې دوی یو سیاسي ګوند سره په ښکاره تړاو لري، خو په دغه ووټونو کې بل کس ته هم ووټ ورکولی شي، او کله چې یو کانډیډ د الیکټورل کالج د نیمې نه زیات ووټونه وګټي نو هم هغه ولسمشر وي، او که چیرې څوک واضحه کامیابي تر لاسه نکړي ، نو بیا یی ایوان نمایندګان د ولسمشر انتخاب کوي .

په امریکا کې دوه لوی سیاسي ګوندونه ډیموکریټ او ریپبلکن دي، او نور سیاسي ګوندونه هم شته. د لومړنیو (پرایمري) انتخاباتو د راتګ وړاندې سیاسي ګوندونه خپل کمپین پیل کړي، په دې دوران د ولسمشرۍ او مرستیال ولسمشرۍ لپاره ټاکل شوې کانډیډان مختلفو ریاستونو ته ځي، د خلکو سره ویني ، چې دا شان د خلکو مرستې تر لاسه کړي. په راروانو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند کانډیډ موجوده ولسمشر باراک اوباما او د ریپیلیکن ګوند کانډیډ مېت رامني د یو بل مقابله کوي. چې دا وخت په مختلفو ځايونو کې د خپل کمپین پر مهال ویناوې او د خلکو د سوالونو ځوابونه ورکوي. د دوی دغه دورو ته په امریکایي ټیلي ویژنونو او نورو مطبوعاتو کې خاص ځای ورکړل کیږي. کانډیډان د مطبوعاتو او انټرنیټ خاص استعمال کوي، لکه د ولسمشر بارک اوباما د فیسبوک پاڼه په ټوله نړۍ کې څه له پاسه پنځه دیرش میلیونه خلکو خوښه کړي، او داشان په ملینونو خلک هره ورځ دغې پاڼې ته ورځې.

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره انتخابات هر څلور کاله پس د نومبر د لومړۍ ګل د ورځې وروستو د لومړۍ نهې په ورځ تر سره کیږي. او که چیرې د نومبر په لومړۍ نیټه هم د نهې ورځ وي، نو بیا دغه انتخابات د نومبر په اتمه نیټه کیږي.

له دغې وروستو ووټونه شمارل کیږی چې دې تهpopular ووټونه ویل کیږي. دا د الیکټورل کالج لپاره کیږي. کله چې دا ویل کیږی ، په امریکا کې د ولسمشرۍ ووټونه پیل شول، نو په بله معنه کې دا د الیکټورل کالج لپاره وي، چې دغه بیا د ولسمشر انتخاب کوي. دا ووټونه د نومبر په میاشت کې تر سره کیږي، خو نوی ولسمشر د بل کال د جنورۍ په شلمه نیټه د خپلې چوکۍ واک تر لاسه کوي. او که چیرې یو ولسمشر په دویم ځل وټاکل شي، لکه که چیرې موجوده ولسمشر باراک اوباما په دویم ځل کامیابه شو، نو دی به خپل کار جاري وساتي. او د بیا څوګند پورته کولو ضرورت نه لري. او که چیرې په لومړي ځل وي نو د جنورۍ په شلمه نیټه هغه د خپلې چوکۍ څوګند پورته کوي. دا ځل به شلمه جنوری د اتوار په ورځ راځي نو نوی ولسمشر به د اتوار په ورځ هو او بیا د خلکو په وړاندې په واشنګټن کې د ګل په ورځ څوګند پورته کوي، چې دغې دستورې له په زرګونو خلک راځي. په ۲۰۰۹ م کال کې د ولسمشر بارک اوباما د څوګند پورته کولو دستورې له اتلس لکه خلک راغلي وو.

د راروانو انتخاباتو لپاره د ډیموکریټ ګوند د ولسمشر کانډید بارک اوباما دی، چې د اوهاو ریاست سره تړاو لري ، او ریپبلیکن ګوند د ولسمشر کانډیډ میټ رامني دي، چې د میسا چوسټ ریاست پخوانی ګورنر هم پاتې شوی دی. په نومبر کې به د دغه دواړو تر منځ مقابله کیږي.

XS
SM
MD
LG