د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا نوي ولسمشر ته د بهرنۍ تګلارې ننګونې


د ولسمشریزه ټاکنو سیالان باراک اوباما او میټ رومني
د ولسمشریزه ټاکنو سیالان باراک اوباما او میټ رومني



د نومبر پر شپږمه نېټه په امریکا کې ولسمشریز انتخابات کېږي. انتخاباتو ته اوسنی ولسمشر باراک اوباما او د رېپبلېکن ګوند له خوا مېټ رومني ولاړ دي. رویټرز خبري اژانس په یوه مقاله کې لیکلي چې د خپل انتخاباتي کیمپېن پر مهال دواړو کاندیدانو زیاتره د امریکا په کورنیو مسلو خبرې کړې دي او د بهرنیو چارو په تګلارې ډېر کم غږېدلي دي. مقاله لیکي دواړه امیدواران د بهرنۍ تګلارې په لړ کې له یو شمېر ننګونو یا چیلېنجونو سره مخامخ دي.


رویټرز خبري اژانس لیکي، په اوباما او رومني دواړو کې هر یوه کس چې انتخابات وګټل نو لومړۍ ننګونه یا چیلنج به یې د افغانستان و پاکستان مسله وي.

اوباما وايي چې په پاکستان کې یې اسامه بن لادن وواژه او د ۲۰۱۴ز کال تر پایه به په افغانستان کې په ذمه وارۍ جګړه پای ته ورسوي.

رومني وايي، د اوباما دې خبرې چې تر ۲۰۱۴ز کاله به له افغانستانه خپل پوځیان وباسي، افغانان د امریکا د هوډ په اړه په شک اخته کړي دي او طالبان یې هڅولي چې د دوی د پوځیانو تر وتلو انتظار وباسي. رومني وايي، که دی ولسمشر شي نو د ټولو شرایطو جاج به اخلي. دی هم وايي چې جنګي ذمه وارۍ به تر ټاکلې نېټې افغانانو ته سپاري.

د دواړو نوماندانو له پاره دویمه لویه موضوع د عربي هیوادونو پاڅونونه او په ځانګړي ډول د شام شخړه ده.

اوباما وايي، د شام په اړه د منځلاري مشرتابه له پاره به هلې ځلې کوي چې ولسمشر بشارالاسد خپله دنده پرېږدي.

خو رومني وايي، د اوباما حکومت په دې کې پاتې راغلی چې د اسد واکمني پای ته ورسوي. دی وايي، باید د اسد پر رژیم بندیزونه ولګي، له مخالفانو او ګاونډیو هیوادونو سره یې باید په ګډه کار وشي چې په شام کې پرتې ویجاړوونکې وسلې خوندي لاسونو ته ورشي.

رومني دا فکر هم لري چې په شام کې ذمه وارو مخالفو وسله والو ته وسله ورکړي.

په بهرنۍ تګلارې کې یوه د چین ستونزه هم ده. اوباما د رومني انتقاد په ځواب کې ویلي چې د ده حکومت د سوداګرۍ په اړه د سوداګرۍ نړیوالې ادارې ته اته شکایتونه کړي دي چې چین په تجارت کې قوانین نه مراعتوي.

رومني وايي، که ولسمشر شي نو په لومړۍ ورځ به د چین د کرنسۍ تګلارې پای ته رسولو په اړه هلې ځلې وکړي.

په مقاله کې راغلي، د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه اوباما پر تهران بندیزونه ولګول او ایران د اټومي وسلو له جوړولو را ګرځولو له پاره یې د وروستي لار په توګه د قوت استعمالولو امکان هم نه دی رد کړی.

ایران وايي، اټومي پروګرام یې سوله ییز دی.

رومني په اوباما تور پورې کوي چې تهران ته یې موقع ورکړې چې خپل اټومي پروګرام په چټکۍ پر مخ بوځي.

مقاله زیاتوي، رومني ویلي چې د اټومي وسلو د جوړښت مخنیوي له پاره به ریښتینی او ډېر باوري پوځي حل له ځانه سره ساتي.

XS
SM
MD
LG