د لاسرسي ځای

تازه خبر

په باړه، کورمه او میرامشاه کې پېښې او مرګژوبلې



د خیبر پېښې:

د خیبر سرکاري چارواکي وايي، چې د باړې په سپا سیمه کې د یوه ځايي اوسېدونکي سعدالله پر کور د توپ یوه ګوله غورځېدلې چې په کې د هغه د کور د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي او د کور ودانۍ ته یې هم سخت زیان اوښتی دی. دوی زیاتوي بلخوا په اکاخیل ګډ ملنګ سیمه کې د توپ د یوې ګولۍ له راپریوتو څخه پینځه وسلوال وژلۍ شوي دي . او ددې ترڅنګ په درو اډه سیمه کې د دوه نامعلومه کسانو مړي موندل شوي دي چې لا تر دې دمه یې پیژند ګلو نه ده شو.

په سیمه کې د مشال خبریال د پاکستان پوځي سرچینو له خولې وايي، د باړې په زیاتره سیمو ، لکه ملک دین خېلو، سپا، کمبرخېل او شیلوبر کې ګرځبندیز لګول شوی دی ، او د پیښور او باړې تر مینځ مهمو لارو باندې تالاشي سخته کړل شوې ده. او له وسله والو سره د تړاو په تور یې د څلورو کسانو کورونه هم ړنګولي دي.

د دغه عملیاتو په وخت ځینې خلک په خپلو کورونو کې ګېر پاته دي. ځینې خلک یې د برکمبرخېلو سیمې ته تللي دي او په جوماتونو او سکولونو کې یې پناه اخیستې ده. د اوسنیو روانو عملیاتو په اړه د بره کمبرخېلو یوه اوسېدونکي نبي اپرېدي مشال راډيو ته وویل:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



په باړه کې د ځايي خلکو په وینا په ناله ملک دين خېلو سیمه کې هم یو ۱۷ کلن تن په مرمیو ولګېدلو چې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

یاده دې وي چې د خیبر په باړه کې له تېرو درو کلونو راهیسې د لشکرې اسلام وسله والې ډلې پر ضد پوځي عملیات روان دي خو د ځايي خلکو په وینا په دې وروستیو کې د پیښور کليوالو سیمو باړه شیخان،متنو او بډه بیره کې پر پولیسو له بریدونو وروسته په باړه کې هم د وسلوالو پرضد پوځي عملیات تیز شوي دي.

د کډوالو نړیواله اداره (یو این اېچ سي آر) وايي، په باړه سیمه د بدامنیو او پوځي علمیاتو له وجې خواشا درې لکه کسان بې کوره شوي دي چې دا مهال یې ډېری خلک د جلوزو پنډغالي(کیمپ) کې ژوند کوي.

د کورمې پېښه:

بلخوا د کورمې او اورکزو لپاره د مشال خبریال وايي، چې پرون( اتوارورځ) ماځیګر د کورمي په سره سرنګ سيمه کې نامالومه وسله والو په يو ټریکير کې ناستو کسانو باندې بريد کړی چې په کې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.

په نښه شوي کسان له توري قبیلې سره تعلق لري. له پېښې وروسته برید ګر په تېښته بریالي شوي دي. انتظامي چارواکي وايي، چې د بریدګرو د نیولو لپاره یې کوښښونه روان دي. یاده دې وي چې په سیمه کې په بیا بیا فرقه ییزه نښتې هم کېږي.

د میرام شاه پېښې:

په شمالی وزېرستان کې نامعلومه کسانو په مېرامشاه بنو سړک باندې د فرنټیېر ورکس آرګناېزېشن چې د بنو غلام خان لوی سړک جوړوي، پر سامان وړونکو ګاړو په برید کې د یو ټرک ډرایور وژل شوی دی. د ځايي سرچینو په خبره له پېښې وروسته ګرځبندیز( کرفیو) لګول شوی او مېرامشاه بازار هم تړل شوی دی. پر یادې تعیمراتي ادارې تر دې وړاندې هم بریدونه شوي دي.

له سیمې د مشال خبریال وايي، چې له دې سره جوخت پروند اتوار ورځ د شمالي وزير ستان په ميرام شا بازار کی د سي ډي ګانو يو لوی دوکان (مر حبا سي ډي سنټر) نامالومه کسانو په بارودي موادو الوځولی دی. خو مرګ ژوبله په کې نه ده اوښتې.

تر دې مخکې هم د خيبر پښتونخوا په صوابۍ، مردان، چارسده، پیښور، سوات، نوښار،بنو او په قبايلي سيمو کی د سي ډي ګانو او کېسټونو په دوکانونو دا ډول بريدونه تر سره شوي دي، چي پړه يې اکثره وسله والو طالبانو په غاړه اخستې ده.

XS
SM
MD
LG